د مالیې د وزارت مسوولین د اسلامي بیمې د معرفي کولو په لومړي کنفرانس کې وویل، د دغې بیمې طرحه جوړه او د مالېې وزارت لیږل شوې ده .
د مالیې وزارت د بیمې عمومي ریاست د اسلامي بیمې د معرفي کولو لومړی کنفرانس د شنبې په ورځ په کابل کې جوړکړ.
د دغه وزارت مسوولین وايي، د دیني حساسیتونو له امله خلک بیمې ته لږ پام کوي او د اسلامي بیمې یا تکافل د لارو د دودولو غوښتونکي دي.
خو د اسلامي بیمې او دودیزو بیمو توپیر څه دي.؟
د بیمې عومي رییس موسی کاموي وايي: "ښه والی په دې کې دی چې، که په دودیزه بیمه که زیانمن نه شئ، پیسې مو بېرته نه درکول کیږي خو د تکافل په بیمه کې که زیانمن هم نه شئ، پیسې مو بیرته درکول کېږي."
د مالیې وزارت مسوولین وايي، د اسلامي بیمې قانون او قانوني چوکاټ یې د اسلامي پراختیايي بانک په مالي مرسته جوړ کړی او داچې دغه طرحه په قانون بدله شي، عدلیې وزارت ته لیږلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بیمې د شرکتونو د فعالیتونو لپاره پخوا هم قانون موجود و.
پوښتنه داده چې د اسلامې بیمې د قانون له تصویب وروسته به د بیمې اوسنی قانون او د بیمې د هغو شرکتونو فعالیتونه چې د بیمې له نړیوالو معیارونو سره سم دي، څه کیږي.؟
د عدلیې وزارت مسوولین وايي، پر دواړو قوانینو کارروان دی او له بشپړېدو وروسته به د تصویب لپاره ملي شورا ته ولیږل شي.
د عدلیې وزارت د تقنین رییس عبدالمجید غني زاده ازادي رادیو ته وویل، هڅې کوي چې دغه دواړه قوانین یو د بل پر وړاندې و نه دریږي.
هغه زیاتوي: "د تکافل پر ټولنیزې بیمې کار روان دی او زموږ همکاران د بیمې پر قانون کارکوي."
خو په یوه ځانګړې مورد کې دوه جلا قوانین د حقوقي پلوه څه ګڼل کیدای شي.؟
د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر ازادي رادیو ته وویل: "مونږ نه شو کولی دوه قانونه ولرو، په هر مورد کې که سیاسي ، ټولنیز، اقتصادی او امنیتي وي، کولی شو هر یوه ته یوازې یو قانون ولرو."
ښاغلی رنجنبر وايي، اړوند بنسټونه باید یوازې پر یوه قانون او د هغه اغیز کار وکړي.
په ورته وخت کې دماليې وزارت مسوولین وايي، اسلامي بیمې په ۲۲ هېوادونو کې رسمیت موندلی او د دینې حساسیتونو له امله دغه صنعت په اسلامي هېوادونو کې ښه اغیز کړی دی.