د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

ټاکنو کمېسیون: د پاکو رایو پر بنسټ لومړنۍ پایلې اعلانیږي


د ټاکنو کمېسیون پر معترضانو  غږ وکړ چې د قانون د عملي کولو اجازه ورکړي د کار په بشپړولو کې همکاري ورسره وکړي.
د ټاکنو کمېسیون پر معترضانو  غږ وکړ چې د قانون د عملي کولو اجازه ورکړي د کار په بشپړولو کې همکاري ورسره وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وایي، سوله ییز مدني حرکتونه د خلکو حق دی او دوی به د ټاکنو لومړنۍ پایلې د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون دا خبره په کابل کې د پروني اعتراضي لاریون په اړه په غبرګون کې کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسون ویاند، ذبیح الله سادات پرون، د نومبر په ۲۹مه، ازادي راډیو ته وویل: "مدني اعتراضونه د ټولو هېوادوالو حق دی ، چې د قانون په چوکاټ کې وي، خو د ټاکنو خپواک کمېسون ټولو خلکو ته ډاډ ورکوي چې مونږ به د خلکو د پاکو رایو پر اساس، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوو، مونږ ته هغه رایه ارزښت لري چې بایومټریک معلومات ولري، په همدې اساس به تورې او سپینې رایې سره جلاکوو."

د افغانستان په ۷ ولایتونوکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سیم یېز دفترونه تړلي دي.

ذبیح الله سادات ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې هغه وخت اعلانولای شي چې په ټول افغانستان کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ شي.

هغه وویل: "که په پاتې ۷ ولایتونوکې د رایو د بیا شمېرلو او تفتیش بهیر بشپړ شي، تر یوې اونۍ په کم وخت کې لومړنۍ پایلې اعلانولای شو."

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې ګڼ شمېر پلویانو په کابل کې سوله ییز لاریون وکړ.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پښتونستان واټ کې اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پښتونستان واټ کې اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه

هغوي ادعا کوله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون قانون مات کړی دی.

تر اعتراض وروسته، عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو په ملاتړ کې پر ټوېټر د پيغامونو یوه لړۍ خپره کړه.

هغه په یوه ټویټ کې لاریون کونکو ته د درغلۍ د مخالفانو او د ډیموکراسۍ د پلویانو نوم ورکړ.

عبدالله عبدالله پر ټوېټر ولیکل چې اعتراض کونکو غوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قانوني سرغړونو له امله مسئول وګڼل شي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند، ذبیح الله سادات پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې پر معترضانو غږ وکړ چې د قانون د عملي کولو اجازه ورکړي د کار په بشپړولو کې همکاري ورسره وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان یا تلې په ۶مه وشوې.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په ۶ مه ترسره شوې
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په ۶ مه ترسره شوې

لومړنۍ پایلې باید له قانون سره سم د تلې په ۲۷ مه اعلان شوې وای خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له هغه راهیسې دوه ځلي د لومړنیو پایلو اعلان ځنډولی دی.

د لومړنیو پایلو د اعلان وروستی مهلت د عقرب یا لړم ۲۳مه وه خو تر ناڅرګندې مودې وځنډول شو.

XS
SM
MD
LG