د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د سودان حکومت د پخواني دیکتاتور عمر البشیر ګوند لغوه کړ

البشیر او د ده اسلامپال ګوند له ۱۹۸۹ کال راهېسې د روان میلادي کال تر لومړیو پورې پر سودان واکمني وکړه خو د سږني کال په پیل کې په سوډان کې د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې نوموړی له واکه لرې کېدو ته اړ شو.

سودان په دې هېواد د ګوښه کړای شوي دیکتاتور عمر البشیر د سیاسي ګوند د ړنګولو او د ګوند د پانګې ولجه کولو امر کړی.

له دې سره د شمال ختیځې افریقا دغه هېواد له څو میاشتو نا ارامیو وروسته د ډیموکراسۍ پر لور یو بل ګام واخیست.

د سو‌دان د حکومت په یوه فرمان کې راغلي دي چې د پخواني ولسمشر عمر البشیر د ملي اسلامي کانګرس ګوند منحل شوی او نوم یې د سیاسي ګوندونو له لیست څخه هم ایستل شوی.

د ملي اسلامي کانګرس ګوند د انحلال فرمان د سوډان واکمنې شورا او د صدراعظم عبدالله حمدوک په مشرۍ کابینې د هغې لایحې له مخې ورکړی چې سرلیک یې دی، د ۱۹۸۹ کال د جون د دېرشمې نېټې د رژیم انحلال.

په فرمان کې یادونه شوې چې د ګوند د ټولو ملکیتونو او شتمنیو د مصادرې لپاره به هم یوه کمېټه جوړه شي. په فرمان کې ویل شوي چې د رژیم یا د البشیر د ګوند هېڅ عنصر ته به د لسو کلونو لپاره په هېڅ سیاسي فعالیت کې د ګډون اجازه ورنه کړل شي.

البشیر او د ده اسلامپال ګوند له ۱۹۸۹ کال راهېسې د روان میلادي کال تر لومړیو پورې پر سودان واکمني وکړه خو د سږني کال په پیل کې په سوډان کې د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې نوموړی له واکه لرې کېدو ته اړ شو.

د البشیر د لیرې کېدو او د ډیموکراسۍ په پلوۍ له څو میاشتو مظاهرو وروسته د سودان واکمن جنرالان د سیاسي کړکېچ د هوارولو لپاره د معترضانو له مشرانو سره د واک شریکولو پر یوې موافقې سلا شول.

د ډیموکراسۍ په پلوي د معترضانو غورځنګ، د حکومت د تازه پرېکړې ملاتړ کړی دی.

واجدي صلاح چې د آزادۍ او بدلون لپاره په نهضت کې د شاملو جریانونو ویاند دی، پر فیسبوک په یوه بیان کې ویلي دي چې د پخواني رژیم ګوند به په بشپړ ډول منحل شي.

د سودان د کارپوهانو اتحادیه چې د البشیر پرضد د مظاهرو لړۍ یې لومړی پیل کړې وه، هم د دې اقدام ستاینه کړې.

حمدوک پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې د ګوند د انحلال پرېکړه له پخوانیو واکمنو د غچ اخیستو په مقصد نه ده شوې، بلکې هدف یې د سودان د خلکو چې د دروغجنو کسانو له خوا ځپل شوي وو، د عزت خوندي کول دي.

په سودان کې نویو چارواکو همداراز د البشیر د واکمنۍ د مهال هغه قانون هم لغو کړی چې د ښځو د جامو او چلند ځانګړي مقرارت پکې ټاکل شوي وو، او سرغړونکي یې په درو وهل کېدل.

XS
SM
MD
LG