د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

د کرکټ ټسټ لوبه؛ افغانستان او وېسټ انډیز نن لوبې ته دوام ورکوي


د وېسټ انډیز ټیم به نن بېټنګ ته دوام ورکړي.
د وېسټ انډیز ټیم به نن بېټنګ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د نومبر په ۲۸مه، د وېسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره د ټسټ لوبې دوهم پړاو پیلوي.

د وېسټ انډیز ټیم به نن بېټنګ ته دوام ورکړي.

په لومړنۍ ټسټ لوبه کې چې پرون د افغان لوبغاړو په بېټنګ پیل شوه، تر دې دمه وېسټ انډیز لاسبری ښکاري.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په خپله لومړۍ پاڼۍ یا ایننګز کې ۱۸۷ منډې په داسې حال کې جوړې کړې چې ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د وېسټ انډیز پي ار اېس کورنوال بې‌سارې لوبه وکړه او ۷ افغان لوبغاړي یې وسوځول.

په افغان لوبغاړو کې جاوېد احمدي ۳۹، امیر حمزه ۳۴ او افسر ځاځي ۳۲ منډې وکړې.

پرون د لوبې لومړۍ ورځ په داسې حال کې پای ته ورسېده چې وېسټ انډیز ۶۸ منډې وکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځېدل.

تر دې وړاندې وېسټ انډیز له افغانستانه د ۵۰ اورونو مسابقې وګټلې، خو افغانستان په ۲۰ اوره سیالیو کې بریالی شو.

د ټسټ مچ د سیالیو دا لړۍ د هند په لکنهوو ښار کې روانه ده.

XS
SM
MD
LG