د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۲۰

افغانستان

نورستانۍ: ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، ډېر ژر به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

مېرمن نورستانۍ پرون (سې شنبه) ازادي راډیو ته وویل، په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرنې او څېړنې له بشپړېدو وروسته به د لومړنیو نتایجو د اعلان په اړه پرېکړه وکړي.

د نوموړې په وینا په دې دوو ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر نن (چهارشنبه) بشپړېږي.

نورستانۍ زیاته کړه: "په مجموع کې پرېکړه دا ده چې د خلکو انتظار پای ته ورسول شي او لومړنۍ پایلې به ډېر ژر اعلان کړو، ځکه ستونزې باید ټولې شي، له هغې وروسته که دوستان شکایت لري کولای شي د شکایتونو کمېسیون کې یې ثبت کړي."

د مېرمن نورستانۍ په وینا په اوو ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې د بهیر پر وړاندې ستونزه لا هم پر خپل ځای ده.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شوې وی، خو تر اوسه څو ځله د دې پایلو اعلان ځنډول شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نورستانۍ: تر اوسه مو ټولې کړنې قانوني دي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ښکیلو اړخونو وغوښتل چې د یو شمېر محلونو د رایو د بیا شمېرنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د یک شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان خلک د دې ټاکنو وروستۍ پایله غواړي.

هغې زیاته کړه: "زموږ غوښتنه له هغو ډلو څخه چې په دې پروسه کې ښکېل دي دا ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په کړنو باور ولري، زه چې همدا اوس له تاسو سره خبرې کوم تر دا مهاله موږ داسې یو غیر قانوني کار نه دی کړی چې هغه د ټاکنیزو قوانینو خلاف وي، موږ له ټولو خواو غواړو چې له موږ سره ملتیا وکړي او له دې وړاندې نور په تمه نشو پاتې کیدای ددې لپاره چې موږ خپله زیان وینو."

خود ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنۍ ټاکنیز ټیم د یوشمېر محلونو د رایو د بیا شمېر د تحریم ګواښ وکړ.

د دغې ټاکنیزې ډلې یو تن غړي فضل احمد معنوي چې د یک شنبې په ورځ یې په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې خبرې کولې وویل: "موږ له دې بهیر سره تر دې ځای ملتیا وکړه، که قانون پلې شي او د حق غږ واوریدل شي موږ یې مل یو ددې پروسې، که قانون عملي نشي بیا موږ له دې پروسې وځو بیا دې دغه پایلې واخلي په خلکو دې ومني له هغې وروسته چې څه پېښیږي د هغوي مسولیت دی."

د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د یوې برخې د تفتیش بهیر بالاخره له درې ورځې ځنډ وروسته نن یکشنبې بیا ځلې پیل شو.

دغه بهیر، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ له هغې وروسته کله چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون څارونکو غونډه پرېښوده ودرول شو.

د سولې په تړاو د پکتیاوالو غوښتنې

په دې غونډه کې یو شمېر میرمنو ، ځوانانو، دیني او سپین ږېرو په یوه غږ د جګړې د ختمیدو، اوربند او د سولې د هوکړې د ژر لاسلیک غوښتنه وکړه.

د پکتیا اوسیدونکي او مدني فعالانو نن د یوې غونډې پر مهال د چې د سولې او اوربند څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه، وویل، چې د سولې په روانو خبرو کې دې د افغانانو کمه ونډه دې زیاته او د سولې د توافق لیک پر مهال دې له نړیوالې ټولنې او په افغانستان د ننه له ټولو ډلو او سیاسیي ګوندونو کلک تضمین واخېستل شي، چې بیا به د قدرت او نورو اهدافو لپاره جنګ او تاوتریخوالی نه کوي.

په دې غونډه کې یو شمېر میرمنو ، ځوانانو، دیني او سپین ږېرو په یوه غږ د جګړې د ختمیدو، اوربند او د سولې د هوکړې د ژر لاسلیک غوښتنه وکړه.

داکټر نازدانه پکتیاوال په خپلو خبرو کې وویل، چې د هغې سولې هرکلی کوي، چې د ښځو حقونه پکې ساتل شوي وي.

هغې زیاته کړه: "موږ اوربند غواړو، سوله غواړو ژر یې غواړو او دایمي اوربند غواړو، د افغانستان خلک نور له جنګ ستړي شوي دي او افغانستان خلک د ملي او د نورو هېوادونو د فیصلې په اساس تضمین شوې سوله غواړي."

د غونډې نورو برخه والو بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان په مسولانه ډول ووځي او هم په هېواد د ننه له ټولو ډلو او سیاسي ګوندونو کلک تضمین واخلي، څو بیا د قدرت او نورو اهدافو لپاره جګړې او تاوتریخوالي ته مخه نه کړي.

په پکتیا کې له هغه وروسته ، چې د امرېکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ خبره وکړه، ورسره هم مهاله د ډېرو افغانانو هیلې یوځل بیا د سولې په لور ور ماتې شوې.

ټاکنو کمېسیون په ۴ ولایتونو کې د رایو بیا تفتیش پیل کړ

ارشیف

که څه هم د ټاکنیزو ډلو له‌خوا د استېنافي شکایتونو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له پرېکړې نږدې دوه اوونۍ تېرېږي، خو اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په ۴ ولایتونو کې د رایو تفتیش پیل شوی دی.

د دې کمېسیون یو ویاند ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سرپل، هلمند، کندهار او کابل هغه ولایتونه دي چې د رایو بیا تفتیش په کې پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه: "موږ خپله وروستۍ هڅه کوو چې هر څومره ژر کېږي، دا بهیر پای ته ورسېږي، مګر بیا هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، ټاکنیزو ډلو او پر ټاکنو د څار بنسټونو همکارۍ ته اړتیا ده، څو له دې پروسې څارنه وکړي. "

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نږدې اوونۍ وړاندې خپله پرېکړه د عملیاتي پلان د چمتو کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاره.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د ۱۳۷۶۳۰شکمنو رایو څخه ۱۰ سلنه او د ۱۰۲۰۱۲ له وخته د مخکې کارول شویو رایو ۱۵ سلنه په ځانګړي ډول تفتیش کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ۳ سوه زره جنجالي رایو په اړه د ټاکنیزو ډلو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ترمنځ ستونزې را پورته شوي او یو شمېر ټاکنیزو ډلو د دې رایو د باطلېدو غوښتنه کړې.

بل‌خوا د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم یو ویاند رضوان مراد وايي، دوی د ټاکنیزو کمېسیونونو له هر ډول پرېکړې ملاتړ کوي او د دوی څارونکي عملا د رایو د بیا تفتیش بهیر څاري.

خو د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې بیا دا بهیر تحریم کړی دی او ویاند یې فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، دوی به د رایو د بیا تفتیش بهیر کې ګډون و نه وکړي.

ښاغلی ځوخون وايي، تر کومه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ګډون ټول ښکېل لوري په دې بهیر کې ګډون و نه کړي، دوی د رایو د بیا تفتیش له بهیر څخه څارنه ونه کړي.

د ټاکنو کمېسیون د ټولو لوریو ګډون مهم ګني خو وايي، که کومه ټاکنیزه ډله په کې اشتراک و نه کړي، دا پروسه به په عادي ډول مخ‌ته ولاړه شي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم له دې بهیر څخه د څارنې خبر ورکوي.

دغه راز د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجراییه رییس محمد نعیم ایوب‌زاده بیا وايي، د ټاکنو کمېسیون باید هر څه ژر دا بهیر بشپړ او د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي.

افغان لوبغاړی امرالدین د قرغزستان نفتچي لوبډلې سره یو ځای شو

آرشیف

افغان لوبغاړی امرالدین شریفي د قرغزستان د نفتچي فوټبال لوبډلې سره یوځای شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبغاړي د قرغزستان له نفتچي ټيم سره یو کلن تړون کړی.

د اسیا د مقدماتي جام په دویمه مرحله د نفتچي ټيم د چهارشنبې په ورځ د تاجکستان له خجند ټيم سره لوبېږي.

امرالدین شریفي تردې وړاندې دوه کال د قزاقستان له الي اوش لوبه وکړه.

پاکستان ته د افغانستان د ګلف ملي لوبډلې سفر

آرشیف

د افغانستان د ګلف ملي لوبډله نن پاکستان ته لاړه.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې مطبوعاتي غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې د ګلپ څلورکسیزه ټيم د ګلف په اماتور تورنمنټ کې د ګډون په هدف نن پاکستان ته سفر وکړ.

دغه سیالۍ د فبرورۍ په ۱۶ د پاکستان د ګلف فدراسیون په کوربه توب پیلېږي.

د ګلف فدراسیون مسوولینو د معلوماتو پربنسټ په دغو لوبو کې د افغانستان سربېره د پاکستان او د سیمې د هېوادونو نور ټيمونه هم لوبیږي.

تخار کې ۶۰۰ کورنیو سره مرسته شوې

ارشیف

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ناامنیو او جګړو له امله په زیانمنو شویو څه باندې ۶۰۰ کورنیو یې خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشلي دي.

په تخار کې یوشمېر کورنې شکایت کوي، په روان کال کې د جګړو له امله د دوی د استوګن کورونه تخریب شوي او اوس دومره توان نلري چې خپل وران شوي کورونه بېرته ورغوي.

د دې ولایت د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغفور په دې اړه وايي: "له موږ سره یو اندازه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوي ده، خو له حکومت څخه غواړو چې له موږ سره مالیې مرسته وکړي ترڅو خپل وران شوي کورونه بېرته جوړ کړو، ځکه د جګړو له کبله زموږ کورونه په بشپړه توګه وران شوي دي."

دوی وايي، چې شوي مرستې په هیڅ ډول کافي نه دي.

بل خوا د تخار سیمه ییزو چارواکي وايي، د سروې ټېمونو د جګړو او طبیعي پېښو له امله په دغه ولایت کې څه باندې ۶۰۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو په نښه کړي وې او پرهرې کورنې ۱۵ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلې دي.

په نوموړې ولایت کې له طبیعې پېښو سره د مبارزې ادارې رئیس فرید نیکپور وايي، دوی په دې اړه هڅې پیل کړي چې د مرسته کوونکو موسساتو په همکارۍ د زیانمنو شویو خلکو کورونه بېرته ورغوي.

په روان کال کې د تالقان ښار نږدې څنډې او دغه راز د دې ولایت لس ولسوالۍ د خونړیو جګړو شاهدې وي.

د تخار د سیمه ییزو چارواکو په وینا، چې د دغو جګړو له کبله په زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي وې او ډېرې دغه کورنۍ د امنیتي ګواښونو له کبله تراوسه پورې خپلو مېنو ته نه دې ستانه شوي.

چارواکي: سږني اورښتونه د سمسورتیا لپاره ښه زیری دی

ارشیف

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د سږکال زیات اورښتونه د کال د سمسورتیا لپاره ښه زیری دی.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند احمد سیر نیکزاد بیا یکشنبې ازادي راډیو ته وویل، چې د سږکال وروستي اورښتونه کولی شي د راتلونکي کال لومړیو کې د اوبو کچه به ټول افغانستان کې لوړه شي.

هغه زیاته کړه: "د سږکال اورښتونو ته په کتو ویلی شو چې راتلونکی کال لومړیو کې به د ځمکي لاندې او په سر د اوبو کچه لوړه شي خو تراوسه پورې نشو ویلی چې راتلونکی کال به د اوبو سطحه څومره لوړه شي."

خو دغو اورښتونو سږ کال د هېواد په یو شمېر سیمو کې درانه مالي او ځاني زیانونه هم درلودل.

اشرف غني: طالبان دې د ټاکنو له لارې واک ته ځان ورسوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي که طالبان غواړي د خپل قدرت بنسټ پياوړی وښيي نو باید د ټاکنو له لارې واک ته د رسېدو فکر ولري.

ښاغلي غني د مونیخ په امنیتي کانفرانس کې ویلي افغان ټولنې نوره سخت دریځي رد کړې او په ټولنیزو ازادیو باور لري.

هغه زیاته کړه: "زما په نظر افغانانو په فکري لحاظ سخت دریځي رد کړې ده که طالبان ملاتړ لري نو ولې دوی له ټاکنو وېره لري زه دوی ته چلنج ورکوم تاسې هلمند، پکتیا یا کندهار کې یو کس نوماند کړی چې ټاکنې وړي او که نه؟ یا د شمال یوه ولایت ته راشی په ځانګړې توګه راشي کابل ته او ټاکنو ته ودرېږی که خلکو رایه درکړه او واک ته ورسېدې، زه درته وایم چې ريښتیا هم د قدرت بنسټ لرې ټوپک د قدرت بنسټ نه دی.

ښاغلي غني ګلبدین حکمتیار د بېلګې په توګه یاد کړی چې لومړی یې خلکو په ځانګړې توګه ښځو له بېرته راتګه وېره درلوده، خو اوس ټاکنو ته ولاړ دی او هره ورځ رسنیو کې څرګندېږي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې اسوشیټیډ پرس اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړى، چې نن يکشنبه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو هوکړه رسماً اعلان شي.

ځينو کسانو چې له پلانه خبر دي، اژانس ته ویلي چې د تاوتریخوالي د کمولو موافقه له سبا، دوشنبې عملي کېږي.

تر دې مخکې د افغانستان حکومت د تاوتريخوالي د کمولو پرځاى له طالبانو دايمي اوربند غوښتنه کړې وه.

د افغان کډوالو په اړه کنفرانس کې د م م د عمومي منشي ګډون

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوټیریش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي انتوني ګوټیریش په هغه کنفرانس کې برخه اخلي چې پاکستاني چارواکو دغه هېواد ته د افغان کډوالو د ورتګ د څلویښتمې کلیزې په مناسبت جوړ کړی دی.

پاکستان کې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال دېره دي او دوی هغه مهال کډوال شول چې پر افغانستان د شوروي سرو لښکرو یرغل وکړ.

د دغو کډوالو ډېره برخه په کمپونو کې اوسېږي خو ځینو نورو یې بیا هلته ځانونو ته کورونه او کاروبارونه جوړ کړي دي.

له دې وړاندې هلته ډېره کډوالو شکایت کاوه چې د ځایي پولیسو له خوا کله نا کله ځورول کېږي.

پاکستاني چارواکي وایي، ملګرو ملتونو دا درک کړې چې اسلام اباد د کډوالو د کوربه توب په برخه کې اخلاص کړی.

کابل کې نامعلومو وسله والو په نشو ۹ روږدي کسان وژلي

دغه پېښه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قرغ غره په لمنه کې شوې.

د کابل پولیس وایي، نامعلومه وسله والو تېره شپه دغه ښار کې په نشو روږدي ۹ کسان په ډزو وژلي دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ خبرپاڼه وایي چې دغه پېښه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قرغ غره په لمنه کې شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې د پیښې لامل او انګېزه لا معلومه نه ده او وژل شوي عدلي طب ته لېږدول شوي دي.

د کابل پولیسو په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار د احمدشا بابا مېنې په نهم بلاک کې نامعلومه وسله والو د سړک سر یو صراف په ډزو وژلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د صراف پیسې نه دي غلا شوي او پېښه د پولیسو تر پلټنې لاندې ده.

کابل ښار کې دا جنایي پیښې داسې مهال کېږي چې څه موده وړاندې کورنیو چارو وزارت دغه ښار کې د دې ډول پیښو د مخنیوي لپاره د پراخو عملیاتو د پيل خبره کړې وه.

چارواکي: فراه کې د عنابو ۱۰۰ باغونه جورېږي

عناب هغه وچه مېوه ده چې د ارزښت له مخې په سرو زرو مشهور دی.

په فراه کې سږکال د عنابو ۱۰۰ باغونه جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل د کرنې وزارت په دغه ولایت کې د ۱۰۰ باغونو د جوړولو لپاره ۱۶ زره نیالګي په بڼوالو ویشلي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغه باغونه د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې جوړېږي.

عناب هغه وچه مېوه ده چې د ارزښت له مخې په سرو زرو مشهور دی.

عناب د هېواد په ځینو سېمو کې په خپل سر شنه کېږي او په ځینو نورو سيمو کې بیا د کرنې وزارت او خلکو له خوا کرل کېږي.

د افغانستان د کرنې وزارت مسؤلین وايي، فراه د هېواد په کچه د عنابو تر ټولو مهم تولیدونکی ولایت دی چې د مګړۍ په دې ولایت کې په یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه عناب کرل شوي دي.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې کرنې وزارت په پام کې لري چې سږکال په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې د عنابو باغونه جوړ کړي.

منځنۍ اسیا سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا د ولسمشر غني ټینګار

ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د المان مونیخ ناستې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونو له مشرانو سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټينګار وکړ.

له ارګ څخه د یوې خپره شوې اعلامیې پر بنسټ ولسمشر غني د دې ناستې په څنډه کې د هالنډ، قزاقستان او اذربایجان له ولسمشرانو سره د سوداګریزو او ټرانزیټي هوکړه لیکونو په اړه خبرې کړې دي.

اعلامیه وايي، ټاکل شوې چې له یادو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې هوکړې هم لاسلیک شي.

خلیلزاد: افغانان دې د څلورو لسيزو غميزې د پاى لپاره له موقع ګټنه وکړي

ولسمشر غني یو ځل بیا له خلیل زاد سره کتلي

زلمي خليلزاد او ولسمشر محمد اشرف غني يو وار بيا د تاوتريخوالي د کمېدو پر فرصتونو خبرې وکړې.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خليلزاد نن سهار په ټويټر کې ليکلي، چې پرون يې د جرمني په مونیخ ښار کې له ولسمشر غني سره د تاوتريخوالي د کمېدو د فرصتونو تر څنګ، د سولې د ټولشموله پروسې د چمتووالي پر اړتيا بحث وکړ.

د خليلزاد په خبره دوى له ټولو افغانانو غوښتنه کړې، چې د افغانستان د څه باندې څلورو لسيزو غميزې د پاى ته رسېدو لپاره دې له موقع استفاده وکړي.

دواړه مشران په داسې حال کې سره ګوري، چې اسوشیټیډ پرس اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړى، چې نن يکشنبه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو هوکړه رسماً اعلان شي.

ځينو کسانو چې له پلانه خبر دي، اژانس ته ویلي چې د تاوتریخوالي د کمولو موافقه له سبا دوشنبې عملي کېږي.

تر دې مخکې د افغانستان حکومت د تاوتريخوالي د کمولو پرځاى له طالبانو د دايمي اوربند غوښتنه کړې وه.

ارګ: د ملا برادر خوشې کول د سولې بهیر څخه د ملاتړ په معنی نه ده

محمد اشرف غني مونیخ کې په نړیواله امنیتي غونډه کې د وینا پرمهال

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په مونیخ کې په نړیواله امنیتي غونډه کې د وینا پرمهال، وویل چې د ملا عبدالغني برادر خوشې کول دا معنی نه لري چې پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

غني وویل چې پاکستان باید پر دوو مهمو مسئلو خبرې ورسره وکړي.

اشرف غني: "پرېکړه لا هم پاکستان ته پاتې ده، د ملاعبدالغني برادر خوشې کول د سولې د بهیر د ملاتړ معنی نه لري، هغه یو فرد دی، موږ صادقانه بحث غواړو چې دوه اړخه لري، یو د طالبانو د پناه ځایونو بندول او دوهم د سیمېز امنیت لپاره ګډ تفاهم."

اشرف غني وویل یوازې دا نه ده چې طالبان ځان په رسمیاتو کې له القاعده جلا کړي، بلکه ډېره مهمه ده چې له ټولو تروریستي شبکو چې د افغانستان هر ګاونډي او نړیوال قدرت ته ګواښ پېښوي لرې شي.

بدخشان کې د کرونا وېروس د خپرېدو خبر رد شو

په وروستیو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په بدخشان کې یو شمېر کوچنیان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په بدخشان کې د کرونا وېروس د خپرېدو خبر رد کړ.

دې وزارت د فبرورۍ په ۱۵مه، پر فېس‌بوک دا بیان خپور کړی دی.

په وروستیو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په بدخشان کې یو شمېر کوچنیان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په بیان کې دا راپورونه ناسم بلل شوي او ویل شوي چې د کرونا ویروس هېڅ پېښه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په بدخشان کې سږ کال ژمی ډېر ماشومان د موسمي زکام، ډاکتر ته د نه رسېدو او د په خپل سر دواګانو د ورکولو له امله مړه شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په بدخشان کې د کوچنیانو تلفات له کرونا ویروس سره هېڅ ارتباط نه لري.

کرونا ویروس وژونکی دی او انسان ته تنفسي ناروغي پېښوي.

دا ویروس اول وار سږ کال ژمی د چین په وهان ښار کې پیدا شو.

د کرونا ویروس له امله په چین او نوره نړۍ کې نږدې ۲ زره کسان مړه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG