د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

"جنبش ګوند د ټاکنو کمېسیون د یوه کاندید په پلوۍ تورنوي"


دوستم ویلي: "نه موږ د چا حق خورو او نه بل چا ته اجازه ورکوو چې د نورو حق وخوري."
دوستم ویلي: "نه موږ د چا حق خورو او نه بل چا ته اجازه ورکوو چې د نورو حق وخوري."

د جنبش ملي اسلامي ګوند چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټیم څخه ملاتړ کړی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون تورن کړ چې د یوه ټاکنیز ټیم په ګټه کار کوي.

د دې ګوند غړو نن په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل، د ټاکنو هغه پایلې به و نه مني چې درغلي په کې شوې وي.

دې غونډې ته له شبرغان د ټیلیفون په کرښه د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم وویل، اجازه به ور نه کړي چې ټاکنې د درغلۍ ښکار شي.

هغه زیاته کړه: "نه موږ د چا حق خورو او نه بل چا ته اجازه ورکوو چې د نورو حق وخوري."

د دې غونډې ګډونوال همدا ډول له امنیتي او دفاعي ځواکونو غواړي چې په سیاسي موضوعاتو کې د ښکلېتیا پر ځای، بې طرفه پاتې شي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په غیرقانوني ډول امنیتي او دفاعي ځواکونه دې پروسه کې ښکېل کړي دي.

هغه وویل: "په دې ورځو کې مونږ متوجه یوو چې د ټاکنو کمېسیون د قانون خلاف هڅه کوي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې په دې پروسه کې ښکېل کړي دي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان ملي ځواک دي، هغوی باید خپلواک پاتې شي."

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، خپل کارونه یوازې د قانون پر بنسټ مخ‌ته وړي.

د دې کمېسیون د ویاند مرستیال میرزامحمد حق‌پرست ازادي راډیو ته وویل، اعتراض د هر افغان حق دی خو د ټاکنو په چارو کې د دولت د لاسوهنې په اړه د دوی غوښتنه قانوني ده.

حق پرست وايي: "نور د کمېسیون حوصله پای ته رسېدلې، افغانستان د هر فرد غوښتنه همدا ده چې هر څومره ژر کېږي باید لومړنۍ پایلې اعلان شي، کمېسیون اوس په دې برخه کې له حکومت د همکارۍ غوښتنه کړې، که چېرې هغوی د اووه ولایتونو په اړه همکاري و نه کړي، مونږ بل پلان لرو چې له مخې به یې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړوو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسمشر ټاکنو په سر پورته شوي جنجالونه ورځ تر بلې زیاتېږي او کمېسیون لا هم نه دی توانېدلی چې د ولسمشر انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG