د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۲۳

د احمدشاه ابدالي کرکټ څلور ورځنۍ لوبې پیلږي


د دې لوبې لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د دریم ځل لپاره د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ لوبې پیلږي.

دغه سیالۍ سبا د نومبر په ۲۷ مه نېټه د پنځو زونونو ترمنځ پیلیږي چې دا به د روان کال د ډسمبر میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې دوام وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل، د دې لوبې لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.

افغانستان تېر کال د لومړي ځل لپاره د فرسټ کلاس سیالۍ پیل کړې، چې سږکال به د احمد شاه ابدالي څلور ورځنيو فرسټ کلاس سیالیو دريم پړاو ترسره کېږي.

د تېرو دوو ټورنمټونو اتلولي بند امیر زون خپله کړې وه.

XS
SM
MD
LG