د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۲۱

غني: هېڅ‌څوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نه‌شي پېښولای


افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني د قانون پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، هیڅوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نه شي پېښولای.

ولسمشر وايي، افغانستان د معاملو ځای نه، بلکې د پرېکړو وطن دی.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان ملت تاوتریخوالی ته نه تسلمېږي.

ولسمشر چې نن یې د نظامي ښځینه‌وو د سولې او امنیت په لومړني کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د افغانستان دښمنان دې دا فکر له سر وباسي چې افغان ولس به ننواتې ته مجبور کړي.

ولسمشر وايي، طالبان باید متوجه شي چې یو قوی دولت او پیاوړي ولس سره مخ دي.

ولسمشر غني زیاتوي، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او له همدې کبله په یوه قوم او سمت پورې تړلې نه ده.

ولسمشر غني د قانون پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، د افغانستان په اوسني حالت کې هیڅوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نه شي پېښولی او افغانستان د معاملو ځای نه، بلکې د پرېکړو وطن دی.

هغه زیاتوي: "هیڅوک د قانون حاکمیت نه شي ګواښلی، موږ د قانون تابع یو او د قانون پر بنسټ خپلې دندې مخ ته وړو او باید هغوی په دې ځان پوه کړي، چې په ګواښ سره معامله نه شي کولای، او د هېواد د معاملو نه بلکې د پرېکړو وطن دی."

افغان ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، که چېرې په شمالي ولایتونو کې د ټاکنیزو مسایلو اړوند د دوی خلک اعتراض وکړي او پر وړاندې یې زور وکارول شي، دی به یې ځواب په مرمۍ ورکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال جنرال دوستم
د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال جنرال دوستم

ولسمشر محمد اشرف غني داسې مهال د قانون پر حاکمیت ټینګار کوي چې یو شمېر حقوق پوهان وايي، د ملي یووالي حکومت پر مهال تر ډېره د قانون د نقضېدو پېښې لیدل شوي دي.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړی وحید فرزه‌يي: "د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړی وحید فرزه يي وايي: "د ملي وحدت حکومت په راتګ سره په هېواد کې د قانون د نقض موارد زیات شوي او دغه شان دوام لري، که چېرې حکومتونه قانون ته تن کېنږدي، نو له خلکو به څه تمه وي."

حقوق پوهان په دې باور دي چې له قانون سرغړونه، زرواکۍ، ناامنۍ، بدمرغۍ او ورسته پاتی والي ته زمینه برابروي.

XS
SM
MD
LG