د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۳۶

د ښځو چارو وزارت تېر یوه کال کې ښځو سره د تاوتریخوالي ۶۴۴۹ پېښې ثبت کړي


د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس وايي، ښځو سره د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په کابل، کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

نن د نومبر ۲۵ مه د ښځو پروړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې نړېواله ورځ ده.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د تېرکال د نومبر له ۲۵ مې د سږکال تر همدې میاشتې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۶۴۴۹ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت په خبره، ددې پېښو له ډلې، ۲۸۸۶ د افغانستان عدلي او قضایي ادارو ته استول شوي او د ۴۵۶ پېښو لپاره مدافع وکیلان نیول شوي دي.

۶۸۲ پېښې د منځګړیتوب له لارې حل شوي او ۲۴۲۵ پېښې د ښځو مدافع او ملاتړو بنسټونه ته لېږل شوي دي.

د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس وايي، د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په کابل، کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

اغلې دادرس وویل: "هغه مقایسه چې موږ د تېرکال په پرتله لرو، نه ډېروالی ښیي او نه هم کموالی. یعنې د تېرکال په اندازه دي او داسې کلي تفاوت په کې نشته."

وهل ډبول، د بدن د غړو پرې کول، په بدو ورکول، جبري ودول، د نفقي نه ورکول، جنسي تیری او ځان سوځونه د تاوتریخوالی عمده ډولونه دي چې په افغانستان کې مېرمنې ترې کړېږي.
وهل ډبول، د بدن د غړو پرې کول، په بدو ورکول، جبري ودول، د نفقي نه ورکول، جنسي تیری او ځان سوځونه د تاوتریخوالی عمده ډولونه دي چې په افغانستان کې مېرمنې ترې کړېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د ۸ فیصده ډېرېدو ترڅنګ په دې برخه کې جدي اندېښنه څرګندوي.

وهل ډبول، د بدن د غړو پرې کول، په بدو ورکول، جبري ودول، د نفقي نه ورکول، جنسي تیری او ځان سوځونه د تاوتریخوالي عمده ډولونه دي چې په افغانستان کې مېرمنې ترې کړېږي.

۲۴ کلنه زهرا چې ۷ کاله د خپل خاوند او د خاوند کورنۍ لخوا شکنجه شوې، اوس کابل کې د امن خونې کې خپل ژوند تېروي.

زهرا چې د یوه کلن ماشوم مورد ده وايي، له ډېرو شکنجو او وهلو ډبولو وروسته د خپل خاوند او ماشوم پرېښودو ته اړ شوه.

هغه وايي: "په نوي کال کې مې خاوند دومره ووهلم چې ټول بدن مې تور شین واوښت. ورور مې راغلی و، ویل یې څه شوي؟ ما ورته وویل چې لرګي مې ماتول ژوبله شوم. ورور مې راته وویل چې سترګه دې لرګیو ژوبله کړې، نو لاس او پېښې دې ولې زخمي دي؟ خاوند مې زه ګواښلم چې چاته څه ونه وایم."

د زهرا پر بدن اوس هم د شکنجې اثار لیدل کیږي او د ژامې دوه مخکیني غاښونه یې مات شوي.

هغې وویل، د ژوند په لومړیو پنځو کلونو کې يې فکر کاوه چې د خاوند د تاوتریخوالي علت يې د اولاد نه درلودل دي، خو کله يې چې ماشوم هم پیدا شو د خاوند رویه ورسره سمه نه شوه.

هغې وویل: "د زوی له زېږېدو سره مې هم ژوند ښه نه شو. خاوند مې او د خاوند ورور مې زه زیاته وهلم. زما غاښونه هم زما د خاوند ورور رامات کړي. حتی خاوند مې راته طعنه راکوله چې دا زما زوی نه دی."

د زهرا د ژوند داستان په افغانستان کې د هغو سلګونو مېرمنو د تریخ ژوند یوه بېلګه ده چې اوس هم له کورني تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي.

XS
SM
MD
LG