د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

اسدالله خالد: ټاکنیزو اختلافاتو کې تاوتریخوالي ته اجازه نه ورکوو


اسدالله خالد وايي، خلک اندېښمن دي چې روان ټاکنیز بهیر په تاوتریخوالي وا نه ووړي او ناورین رامنځته نشي.
اسدالله خالد وايي، خلک اندېښمن دي چې روان ټاکنیز بهیر په تاوتریخوالي وا نه ووړي او ناورین رامنځته نشي.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د ټاکنیزو مسایلو پر سر تاوتریخوالي رامنځته کړي.

اسد الله خالد د یکشنبې په ورځ، په کابل کې د ښځينه پوځیانو یوې غونډې ته وویل چې، خلک د ټاکنیزو مسایلو پر سر ممکنه تاوتریخوالي ته اندېښمن دي.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد زیاتوي، خلک اندېښمن دي چې روان انتخاباتي بهیر په تاوتریخوالي وا نه ووړي او ناورین رامنځته نشي.

ښاغلي خالد چې د یکشنبې په ورځ د ښځینه پوځیانو د سولې او امنیت په نوم جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې ویې ویل په دې برخه کې به هیڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه ورنه کړل شي.

خالد زیاته کړه: "دا په څرګند ډول وایو، څنګه چې مو ثابته کړې ده چې بې پرې به اووسو، هیچا ته په هیڅ حالت کې د افغانستان د خلکو د ژوند د مختل کولو اجازه هم نه ورکوو، ، افغان ملي ځواکونه دا وړتیا لري چې د دښمنانو د توطئیو مخه ونیسي، سیاست دی، ټاکنې دي، کمېسیون دی او دا چې څرنګه مخته ځي، څه ډول حساب کوي او څه ډول سره جوړېږي، دا به څرګند شي، په افغانستان کې د خلکو مدني حقونه موجود دي، هغوی خپل کار کوي."

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې د هیڅ یوې ډلې نوم وانه خیست خو مخکې تر دې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم په ګډون ځینو ټاکنیزو ډلو پلویانو په ځینو ولایتونو کې د بیا شمېرنې د بهیر مخه نیولې چې دې کار د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د سیاسي چارو پوه انتظار خادم بیا ازادي راډیو ته وویل، د ټاکنو په بهیر کې د دفاع وزارت ممکنه لاسوهنه د ټاکنو بهیر جنجالي کولی شي.

خادم زیاتوي: "فکر کوم چې مخاطب به یې د ډاکټرعبدالله عبدالله ډله وي، څکه چې دفاع وزیر تر عبدالله عبدالله د اشرف غني ډلې ته نږدې کس دی، خو تمه ده چې دفاع وزارت په سیاسي کشمکشونو کې ورګډ نه شي."

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم
د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ۸ زرو نه د زیاتو محلونو د رایو د بیا شمېر د بهیر په پېلیدو سره د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړنکي ډلې پرته نورې ټولې ټاکنیزو ډلو له دغه بهیر سره پرېکون اعلان کړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا، د عبدالله عبدالله په مشرۍ‎ ثبات او همپالنې، او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او عدالت ټاکنیزې ډلې ادعا لري چې شا او خوا ۳۰۰ زره رآیې د کمیسیون د طرزالعلونو خلاف سیستم ته داخل شوي چې تر بیا شمېرنې مخکې باید باطلې شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تازه د ۱۱۰۰ محلونو رآیې باطلې اعلان کړي، خو د ولسمشرۍ د ټاکنو معترض نوماند وايي، دا چې دوی دوی د بیت شمېرنې په پروسه کې نه و موجود د کمیسیون دا پرېکړه ورته د منلو نه ده.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې یو ویاند بشیر احمد ته ینج وايي، دوی د تاوتریخوالي پلویان نه دي.

د ده په خبره شفافیت ته د ټاکنو تر رسولو پورې به د دغه ټیم تحصن او اعتراضونه دوام ولري.

هغه وايي: "څوک دا هم حق نه لري چې زمونږ د مشروع غوښتنو مخه ونیسي، دفاع وزیر دې لویو امنیتي موضوعاتو ته پام وکړي، نه دا چې سیاسي چارو کې لاسوهنه وکړي، مونږ له امنیتي ارګانونو غواړو چې په سیاسي موضوعاتو کې بې پرې اوسي."

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو ویاند بشیراحمد ته‌ینج
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو ویاند بشیراحمد ته‌ینج

په ورته وخت کې د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړنکی ټیم وايي،که چېرې د ښاغلي عبدالله ټیم د ټاکنو د بحراني کولو په فکر کې نه دی، باید د دفاع وزارت د سرپرست وزیر له خبرو ونه ډار شي.

د دولت جوړنکي ټیم یو ویاند جاوید فیصل وویل: "کله چې د د ټولې د عمومي نظم په اړه د یو حکومتي له خوا خبره کېږي د ثبات او همپالنې ټیم باید ولې ځان په خطر کې وویني، دوی باید په هېواد کې د جنجال په فکر کې نه وي چې بحران رامنځته کړي."

د عبدالله عبد الله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیې ډلې ویاند بشیر احمد ته ینج بیا ازادي راډیو ته وویل، دوی په ټاکنو کې د شفافیت په هدف د کابل په شمول د افغانستان په لویو ښارونو اعتراضیه غونډې په پام کې لري.

اوسمهال د افغانستان په اوو ولایتونو کې د یو شمېر ټاکنیزو ډلو له خوا د رایو د بیا شمېرنې بهیر ولا دی او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو دروازې تړلې دي.

XS
SM
MD
LG