د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د ټاکنو کمېسیون ۷ ولایتونو کې اعتراض کوونکو ته ګواښ وکړ


ارشیف
ارشیف

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشاء رئیس وايي، که دوی ونه‌توانیږي په ۷ ولایتونو کې رایې بیا وشمېري، نو وروستۍ پریکړه او د پایلو د اعلان لپاره خپل عملیاتي راپور به کمېسیون بورډ ته وسپاري.

په ۷ ولایتونو کې د بیا شمېرنې او تفتیش د بهیر په وړاندې مزاحمت، د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو اعلان له نامعلوم برخلیک سره مخ کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د درالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ د یکشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې ګواښ وکړ، که چا تفتیش او بیا شمېرنې ته اجازه ورنه کړه، نو خپل عملیاتي راپور به د وروستۍ پریکړې لپاره د کمېسیون بورډ ته وسپاري.

هغه وویل: "په هغه ولایتونو کې چې موږ ونه توانیږو بیا شمېرنه ترسره کړو، موږ ټول عملیاتي راپورنه کمېسیون ته سپارو او هر تصمیم چې د ټاکنو کمېسیون بورډ ونیوه، مونږ هغه عملي کوو."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې ۲۳ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې معلومات سرور ته انتقال شوي، د کابل او هلمند به د یکشنبې ورځې تر پایه سیسټم ته دننه شی او د ننګرهار او کندهار بیا شمېرنې پروسه به سبا بشپړه شي.

د دغه کمېسیون کمېشنر عصمت الله مل وايي، چې په سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، بغلان او پنجشیر ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې ته د اجازې ورکولو لپاره له ټاکنیزو ډلو سره په خبرو بوخت دي.

هغه زیاته کړه: "موږ کوښښ کوو، له ټاکنیزو ډلو سره مو لیدلي، بیا هم ورسره ګورو هیله لرو چې دا ستونزه حل شي، ډاډه یم چې حل کیږي به، که چېرې هواره نه شوه، بیا به د کمېسیون مشرتابه په دې اړه تصمیم ونیسي."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی عصمت الله مل
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی عصمت الله مل

ښاغلي مل زیاتوي، چې کمېسیون د هغه ۱۳۷۶۳۰ رایو په اړه چې ځیني ټاکنیزې ډلې اعتراض لري ورستۍ پریکړه کړې او که چېرې کوم ټاکنیزې ډلې یې په اړه شک لري، نو د شکایتونو شکایتونو کمېسیون ته دې په دې اړه رسمي شکایت وسپاري، څو په اړه وروستۍ پریکړه وشي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې میزان میاشتې په ۶ مه وشوې چې کمېسیون یې د رایو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه دوه نېټې نقض کړې، اوس به ولیدل شي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون بورډ په دې اړه څه پریکړه کوي.

XS
SM
MD
LG