د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

تخار کې جنایي جرمونه او نامسؤله وسله وال ډېر شوي


د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار
د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار

د تخار ولایت اوسېدونکي په ښار کې د جنایي جرمونو ، هدفي وژونو او د نامسؤلو وسله والو له زیاتېدو شکایت کوي او له دولته غواړي چې د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

دتخار ولایت اوسېدونکي په ښارکې دننه او په ولسوالیو کې د جنائي جرمونو زیاتوالی او دغه راز د نامسؤلو وسله والو له فعال حضوره شکایت کوي.

دوی له سیمه ییزو چارواکو غواړي چې د امنیت ټینګښټ په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د دې ولایت یوتن اوسېدونکی محمدبشیر بشار وايي: "دخپلسرو ټوپکیانو حضور د دې سبب شوی چې په تالقانو ښار کې د جنایي جرمونو کچه لوړه شي، زموږ یو شمېر هېوادوال په پلان شوي ډول د ښار له واټونو او له ولسوالیو تښتول کېږي او په مرموز ډول وژل کېږي."

دوی زیاتوې، چې په دې ولایت کې مېشت خپلسري ټوپکیان په هر ډول جرم و جنایت لاس پورې کوي او د خلکو ژوند یې له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي دي.

د نوموړي ولایت یو بل اوسېدونکی عبدالمالک امرار په دې اړه وویل: "د جنایي جرمونو د کچې لوړېدو د تخار اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي او مونږ د دې ولایت له سیمه ییزو چارواکو غواړو چې د جنایي جرمونو او د نا مسؤله وسله والو د مخنیوي په برخه کې جدې ګامونه پورته کړي."

بل خوا د تخار د ولایتي شورا یو شمېر غړي، نامسؤله وسله والو د امنیت ټینګښت پر وړاندې جدي خنډ بولي او له امنیتي ارګانونو غواړي چې په سیمې کې د دغې ډلې د خپلسریو مخه ونیسې.

د ولایتي شورا غړي محمدیعقوب نظري وايي: "نامسؤله ټوپکیان له طالبانو څخه هم بدتر دي، ځکه دوی اختطافونه، غلاوې او قتلونه کوي او په هر ډول جنایت لاس پورې کوي او باید ډېر ژرخلع سلاح شي."

په ورته مهال کې د تخار د امنیې قوماندانۍ چارواکي بیا وايي، چې د تېرکال په پرتله سږکال د جنایي جرمونو کچه راټېټه شوې ده او هڅه کوي چې په وخت سره د جرمونو مخه ونیسې.

د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر په دې اړه وویل: "د روان کال په ۸ میاشتو کې د پولیسو له خوا ۱۹۲ تنه تورن کسان د اختطاف، قتل، وسله والو غلاو، زورویلو او د اخلاقي فساد په تړاو نېولي شوي دي او د قانون منګلو ته سپارل شوي."

د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر
د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر

له دې سره سم د تخار د والي ویاند محمدجواد هجري ازادي راډيو ته وویل، چې سیمه ییزه اداره د نامسؤله وسله والو د خلع سلاح کولو په اړه جدې اراده لري: "زموږ امنیتي ځواکونه د هغو کسانو پر وړاندې جدې پلانونه ترلاس لاندې لري چې په ښار کې له ناقانونه وسلو سره تګ را تګ کوي چې د خلکو پر وړاندې ستونزې زېږوي او هڅې روانې دي چې د روان کال تر پایه به په دې ولایت کې ټول خپلسري ټوپکیان خلع سلاح شي.))

خو د تخار اوسېدونکي بیا وايي، چې تراوسه پورې په دغه ولایت کې د امنیتي ارګانونو له لورې د نامسؤله وسله والو څخه د وسلو ټولولو په خاطر جدې او عملي ګامونه نه دې پورته شوي.

XS
SM
MD
LG