د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

امریکا له عراقي کردانو سره د مرستې ټټر وواهه


 د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال  مایک پنس
 د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال  مایک پنس

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال په عراق کې کردانو ته ډاډ ورکړ چې امریکا ورسره ولاړه ده.

مایک پنس پرون، د (نومبر ۲۳مه) عراق ته ولاړ.

عراق ته د هغه سفر مخکې له مخکې نه و اعلان شوی.

مایک پنس د عراق د کردستان په پلازمېنه، اربیل کې د هغې سیمې له ولسمشر نچیروان بارزاني سره وکتل او ویې ویل چې د جګړې په کلونو کې د امریکا او د ټولې سیمې دکردانو ترمنځ د ارتباط داسې کلک مزي وغزېدل چې د سوله یيزې راتلونکې د جوړولو لپاره به مرسته وکړي.

مایک پنس وویل: "زه په ځانګړي ډول د دې لپاره خوشاله یم چې دلته راغلی یم چې له تاسو سره د داعش د خلافت د ړنګولو لپاره پر خپل فوق العاعده مشارکت خبرې وکړوو، هغه بری زموږ د وسله والو ځواکونو، پېش مرګه او په سوریه کې زموږد کرد متحدانو له برکته و او موږ وتوانېدو چې په سوریه کې د داعش تر واک لاندې د ځمکې وروستی انچ هم پاک کړوو."

مایک پنس په اربیل کې وویل چې داسې پرمختګ د کردانو او امریکا له مشارکته پرته نه شو کېدلای.

د عراقي کردستان ولسمشر نچیروان بارزاني له مایک پنسه مننه وکړه چې د داعش د وسله والو پر ضد په جنګ کې امریکا پوځي مرسته ورسره کوله.

بارزاني وویل چې په داسې وخت کې کردستان ته د مایک پنس ور تګ ځانګړی اهمیت لري او له عراق او د هغه هېواد له کرد انودامریکا ملاتړڅرګندوي.

مایک پنس د عراق په لویدیز ښار ، انبار کې د عین الاسد پوځي اډې ته چې امریکايي ځواکونه دېره دي، هم ورغي او د تنکس ګیوینګ ډوډۍ یې ورسره وخوړه.

د امریکا د ولسمشر د مرستیال په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، دا عراق ته د پنس لومړی رسمي سفر دي.

پنس په داسې وخت کې عراق ته تللی چې په هغه هېواد کې د حکومت پر ضد اعتراضونه روان دي.

په عراق کې حکومت ضد لاریونونو انځور
په عراق کې حکومت ضد لاریونونو انځور

په عراق کې خلک له ډېرې مودې راهیسې د بې کارۍ، د نرخونو د لوړوالي او اداري فساد پر ضد لاریونونه کوي.

د رپوټونو په حواله، د دولتي ځواکونو او اعتراض کونکو ترمنځ په نښتو کې ۳۲۰ تنه اعتراض کونکي وژل شوي دي.

ویل کېږي چې زرګونه اعتراض کونکي زخمیان دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال د عراق له صدراعظم عادل عبدالمهدي سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

مایک پنس پر هغه غږ کړی چې د لاریون کوونکو پر وړاندې له زغمه کار واخلي.

د سرچینو په حواله، د عراق صدراعظم پر دې افسوس کړی چې زیاتو لاریون کوونکو ته تاوان رسېدلی دی.

خو عادل عبدالمهدي ویلي چې د تاوتریخوالي یو علت دا دی چې د عراق امنیتي ځواکونه له کورنیو اعتراضونو سره کم خو له جګړې سره زیات بلد دي.

XS
SM
MD
LG