د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

'کابل د سولې لپاره هرډول سختې پرېکړې ته چمتو دی'؛ ایا له نورو سرو کرښو به واوړي؟


صدیق صدیقي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د انس حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو غړو مالي خان او عبدالرشید عمري خوشي کول، د سولې پر پر خبرو ښه اغېز درلودای شي.
صدیق صدیقي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د انس حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو غړو مالي خان او عبدالرشید عمري خوشي کول، د سولې پر پر خبرو ښه اغېز درلودای شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي؛ که څه هم د درېیو طالب بندیانو خوشي کول د افغانستان د خلکو د غوښتنې خلاف کار و، خو حکومت د سولې ټینګښت لپاره د هرې سختې پرېکړې کولو ته چمتو دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن (قوس لومړۍ نېټه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د انس حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو غړو مالي خان او عبدالرشید عمري خوشي کول، د سولې پر پر خبرو ښه اغېز درلودای شي.

ښاغلي صدیقي د بندیانو د تبادلې دغه پرېکړه د ولسمشر اشرف غني زړور اقدام وباله.

هغه زیاته کړه: "ریښتیا هم چې یوه شجاعانه پرېکړه وه، خو د افغانستان د خلکو د غوښتنو خلاف وه. خلک له دې پرېکړې راضی نه وه، خو د سولې د ټينګښت او جګړې د پای ته رسېدو لپاره ولسمشر دغه پریکړه وکړه."

د افغانستان حکومت د عقرب په ۲۸ مه، د طالبانو له لوري د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوو برمته شویو استادانو د ازادۍ په بدل کې د حقاني شبکې درې غړې خوشي کړل.

طالبانو ددغو استادانو ترڅنګ په هلمند کې د افغانستان ۱۰ دولتي سرتېري هم له بنده ازاد کړل.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې، انس حقاني قطر ته رسېدلی او د طالبانو په مرکچي پلاوي کې شامل شوی دی.

هغه وايي: "دوی اوس رارسېدلي دي، استراحت به کوي، او انس حقانی خو د مرکچي پلاوي غړی دی او وروسته له دې به د مرکچي پلاوي د غړي په توګه خپل کار ته دوام ورکوي."

که څه هم طالبان دغه تبادله د امریکا او طالبانو ترمنځ ګني خو د امریکا جمهوررئيس ډانلډ ټرمپ تیره ورځ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوې ټیلفونې مکالمې کې د افغانستان له جمهور رئيس څه په دې برخه کې مننه کړې.

سپینې ماڼۍ هم په یوه ځانګړي پیغام کې څو ورځې وړاندې د افغانستان له حکومته مننه وکړه چې د همکارۍ او شراکت لپاره یې د برمته شوو استادانو په خوشې کولو کې هڅې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر له ښاغلي غني مننه کړې او د هغه اقدام یې شجاعانه بللی. ټرمپ زیاته کړې "په دې هېله چې دا ګام د سولې په برخه کې د اوربند په څېر نورو ښو پرمختګونو ته لاره پرانیزې، څو دا اوږده جګړه پای ته ورسیږي."

د ولسمشر اشرف غني ویاند وویل، د سولې لپاره د افغانستان حکومت تردې هم سختو پرېکړو ته چمتو ده. "سوله زموږ له لومړیتوبونو ده، او د افغانستان حکومت دې سولې لپاره هر ډول سختې پریکړې ته چمتو دی او دا یې ثابته کړې هم ده."

ښاغلي صدیقي وویل، حکومت هڅه کوي چې د سولې پروسې پرمخ ټول پراته خنډونه لري کړي.

خو د افغانستان حکومت به د سولې لپاره څومره نور مخته لاړ شي او ایا د انس حقاني د خوشي کولو په څېر چې یو مهال یې خپله سره کرښه بللې وه، له نورو سرو کرښو هم واوړي، لا څرګنده نه ده.

حکومت تل ویلي چې د اساسي قانون، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو په څېر د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې او ارزښتونه به وساتي.

سیاسي کارپوه تمیم عاصي وايي، د حکومت له خوا د سختو پرېکړو هدف دا دی چې بیا د ملي یووالي حکومت په څېر ګډ حکومت ته غاړه کېږي.

خو هغه وویل، چې حکومت به له اساسي قانون، د بیان ازادۍ او د ښځو له حقونو تېر نه شي او یا به موقت حکومت ته غاړه کېنږدي، هغه ارزښتونه چې د ښاغلي عاصي په باور د جمهوریت بنسټ جوړوي.

حکومت داسې مهال د سولې لپاره هرډول پرېکړې ته تیاری ښيي چې په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره د سولې خبرو پيلولو لپاره د یوه میاشتني اوربند شرط کېښوده.

خو طالبانو بیا تل د افغانستان له حکومت سره هرډول خبرې رد کړي او ویلي یې دي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به کابل سره خبرې ونه کړي.

XS
SM
MD
LG