د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: لا هم د سرغړونکو کارکوونکو نوملړ نه دی راسپارل شوی


د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون لاهم د خپلو هغو کارکوونکو نوملړ چې په ټاکنیزو درغلیو او سرغړونو کې لاس لري د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته نه ده سپارلی.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د ویاند مرستیالې زرمینې حقجو کاکړ د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل وخت د دې کار په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.

حقجو زیاته کړه: "متاسفانه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د خپلو هغو کارکوونکو نوملړ چې په ټاکنیزو جرایمو تورن دي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته نه دی سپارلی، هیله لرو چې کمېسیون هر څومره ژر چې کېږي دا نوملړ مونږ ته راولېږي، څو مونږ هم د قانون پر بنسټ خپل کارونه مخ‌ته یوسوو. "

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عقرب میاشتې په ۲۵ مه نېټه پرېکړه وکړه چې په ټاکنیزو درغلیو تورن خپل کارکوونکي به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته معرفي کړي.

د دغه کمېسیون په پرېکړه لیک کې له دارالانشا وغوښتل شول چې د دغه کسانو نوملړ د عقرب میاشتې تر ۲۸مې نېټې یعنې د سې شنبې د ورځې تر پایه بشپړ او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپاري.

دا نېټه پرون پوره شوه.

خو اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، د دې کسانو نوملړ بشپړ شوی او ژر به یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته واستوي.

هغه زیاتوي: "تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې د هغو کسانو نوملړ لاسلیک کړ چې په ټاکنیزو جرایمو او سرغړونو کې لاس لري، شاید تر نن یا هم سبا دا نوملړ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته واستول شي.

بل خوا بیا د افغانستان پر ټاکنو د څار بنسټ اېټوا وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د خپلمنځي ستونزو او شخصي ګټو له کبله نه دی توانېدلی، خپل هغه کارکوونکي چې په ټاکنیزو درغلیو او سرغړونې تورن دي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته معرفي کړي.

د دغه بنسټ اجراییوي ريیس حبیب الله شینواري: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون یا تر سیاسي فشار لاندې راځي، یا هم اداري ستونزې دي، تر خوا یې د کمېشنرانو او دارالانشا ترمنځ اختلاف شته، شاید ادارې فساد هم وي، یا هم کومې شخصي ګټې چې مطرح کېږي، له همدې کبله دوی خپلې ژمنې نه شي عملي کولای. "

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ته یو شمېر نوماندانو په ځلونو له ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتي، چې په ټاکنیزو درغلیو کې له ښکېلو کسانو سره قانوني چلند وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې.

XS
SM
MD
LG