د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

"سږ کال کندز، تخار او بدخشان کې پستې حاصلات نه دي کړي"


په کندز کې د پستې ځنګل
په کندز کې د پستې ځنګل

د کندز، بدخشان او تخار ولایتونو د کرنې ریاستونو چارواکي او خلک وايي، سږکال په دې ولایتونو کې د بې وخته اورښتونو او طبیعي امراضو له امله د پستې ځنګلونو ښه حاصلات نه دي ورکړي.

د کندز د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست چارواکې وايي، چې سږکال د طبیعي امراضو او هوا د خرابوالی له کبله د دې ولايت د پستې ځنګلونو حاصلات نه دې ورکړي.

پسته يوه ځنګلي مېوه ده، چې نه يواځې په هېواد کې دننه ترې ګټه اخستل کیږي، بلکې بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

د نوموړې ادارې د طبیعې سرچینو آمر محمد نصیر رازقی په دې اړه یې وویل: "سږکال د طبیعې آفتو او امراضو له کبله په کندز کې د پستې ځنګلونو حاصلات نه دي ورکړي او د کندز په کچه ۲۱۲۰۰ هکتاره ځمکه کې د پستې طبیعې ځنګلونه موجود دي."

د پستې ځنګلونه د کندز په خان اباد، چهاردرې، دشت ارچې او علی اباد ولسوالیو کې موقعیت لري.

په ورته مهال کې په کندز کې د پستې پلورونکي هم شکایت کوي چې سږکال د پستې ځنګلونو حاصلات نه دي ورکړي.

په دغه ولایت کې د پستې سوداګر عبدالباقي په دې اړه وویل: "د پسرلي په موسم کې د بې وخته اورښتونو له کبله سږکال د پستې ځنګلونو حاصلات نه دې ورکړي، هرکال د پستو راټولو له کبله خلکو یو اندازې پیسې ترلاسه کولې خو سږکال پسته نشته. "

په ورته وخت کې د بدخشان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي هم وايي، چې سږکال په دې ولایت کې د پستې ځنګلونو حاصلات نه درلودل.

د دغې ادارې د عامه اړیکو مسؤل کیکاوس شجاع په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د طبیعي امراضو له کبله سږکال د بدخشان په ټولو سیمو کې پسته نشته او که شته مغز نلري، په بدخشان کې په څه باندې ۱۴ زره هکتاره ځمکه کې طبیعي ځنګلونو موجودي چې ۳۰ سلنه یې د پستې ځنګلونه جوړوي. "

په کندز کې د پستې ونه
په کندز کې د پستې ونه

له دې سره سم د تخار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د طبیعې سرچینو آمر نصیراحمد نوری هم وايي، چې سږکال په دې ولایت کې د پستې طبیعي ځنګلونو ښه حاصلات نه دي ورکړي.

هغه زیاتوي: "په تخار ولایت کې څه باندې ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه کې د پستې طبیعي ځنګلونه موجود دي خو د طبیعي افتو له کبله سږکال مونږ د تخار په کچه د پستو حاصلات نه درلودل. "

د دغو چارواکو په خبره، هغه کورنۍ چې د پستو د ځنګلونو شاوخوا سیمو کې استوګن دي د هغوی لپاره د عوایدو یوه ښه سرچينه بلل کېږي خو سږکال د پستې د حاصلاتو نه ورکولو د دغو کورنیو پر اقتصاد هم منفي اغیز کړی دی.

دامهال په بازار کې یوه کیلو وطنۍ کیفیت لرونکي پسته له ۱۵۰۰ افغانیو نیولې تر ۲۰۰۰ پلورل کیږي .

XS
SM
MD
LG