د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

"د بلخ ځینو سیمو کې روغتیايي خدمات په نشت حساب دي"


ارشیف
ارشیف

د بلخ په ولسوالیو کې خلک له روغتیایي مرکزونو او ښځینه ډاکترانو محروم دي.

د بلخ په ګن شمېر ولسوالیو کې خلک وايي چې طالب وسله وال یې په سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د فعالیت مخه نیسي او دا مسئله سبب شوې چې دوی له روغتیايي خدمتونو محروم شي.

په چهاربولک، چمتال، شولګره، چهارکنت او زارع ولسوالیو کې د طالب وسله والو حضور لامل شوی چې د روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاس رسی محدود کړي.

په چمتال ولسوالۍ کې شاه ګل یې په اړه وايي:" فقیر او بیچاره یم، له چمتال څخه مزارشریف ته راغلې یم، په چمتال کې ډېر کلینیکونه نشته، هلته یو کلینیک شته چې ښځینه ډاکترانې نه لري، دوا هم نه لري، زما ناروغ د مزارشریف په روغتون کې د کوما په حالت کې دی، طالبان په چمتال کې ښځینه ډاکترانو ته اجازه نه ورکوي."

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې قومي مشر محمد کریم ادعا کوي چې د دغې ولسوالۍ ۱۲۴ کلیو لپاره یواځې دری کلینیکونه په پام کې نیول شوي.

محمد کریم وايي چې د دغه ولسوالۍ دوه کلینیکونه د نا امنۍ له امله بند دي او د ولسوالۍ په مرکز کې په یواځني فعال کلینیک کې هم په معیار برابر روغتیايي خدمتونه نه وړاندې کیږي.

هغه زیاته کړه: " په ټول چهاربولک ولسوالۍ کې دری کلینیکونه شته، چې دوه کلینیکونه د جنګ او نا امنۍ په خاطر بند شوي، او د ولسوالۍ په مرکزي کلینیک کې یا ښځینه ډاکترانې نشته یا هم درمل نه لري."

د بلخ د عامې روغتیا ادارې مشر ډاکتر نصیر احمد دراني وايي چې د بلخ ولسوالیو او د افغانستان نورو ولایتونو لپاره د عامې روغتیا وزارت د استراتیژي پر بنسټ او د هرې سیمې د نفوس، مساحت او جغرافیاوي موقعیت په پام کې نیولو سره کلینیکونه توزیع شوي دي.

هغه ووېل چې د روغتیايي کلینیکونو شمېر ته په کتلو سره د روغتیايي پرسونل کار او خدمت دغه بنسټ لپاره معیار دی.

د بلخ د عامې روغتیا مشر مني چې د نا امنیو له امله د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د یادې ادارې فعالیت له ستونزو او ننګونو سره مخ دی.

ښاغلي دراني ووېل: " په ټولو ولسوالیو کې او د ټول افغانستان لپاره د کلینیکونو وېش د نفوس او یو لړ معیارونو پر اساس ترسره شوی، په ینګي قلعه، شهرک، چهلي خیل سیمو کې د امنیتي ستونزو په دلیل زمونږ فعالیت ټکني شوی دی، متاسفانه نا امني د نورو خلکو په شان روغتیايي پرسونل هم ګواښي."

د بلخ د عامې روغتیا ریاست وايي چې په ټولو کلینیکونو کې د روغتیايي پرسونل په جوړښت کې ښځېنه ډاکترانې هم په پام کې نیول شوي، خو دوی له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

وسله والو طالبانو د ازادي راډیو یوې پوښتنې ته چې په بلخ کې یې د روغتیايي ښځینه کارکوونکو د فعالیت د ممانعت په اړه مطرح کړې، تردمه ځواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG