د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

ټاکنو کمېسیون: را روانه اوونۍ به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي


د لومړنیو پایلو د اعلان ژمنه، هغه څه چې کمېسیون تر اوسه دوه ځلي نقض کړې ده. 
د لومړنیو پایلو د اعلان ژمنه، هغه څه چې کمېسیون تر اوسه دوه ځلي نقض کړې ده. 

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، را روانه اوونۍ کې به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د لومړنیو پایلو د اعلان ژمنه، هغه څه چې کمېسیون تر اوسه دوه ځلي نقض کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې راروانه اوونۍ د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

هغه زیاتوي: "د دي اوونۍ تر پایه به د تفتیش او بیا شمېرنې پروسه ختمه شي، په بله اوونۍ کې به تخنیکي کارونه بشپړ شي او پایلې اعلانوو."

ښاغلی سادات وايي، په ۱۳ ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرلو او تفتیش بهیر بشپړ شوی، په نور ولایتونو کې هم روان دی، خو په پنجشیر، تخار، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې یوشمېر انتخاباتي ټیمونو د دغه بهیر مخه نیولې ده.

د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، د معترضینو له خوا د دغو ولایتي دفترونو د بیا پرانیستې په هدف له امنیتي چارواکو سره په تماس کې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ۳۴ ولایتونو کې د ۸۲۵۵ محلونو د رای شمېرنې او تفتیش بهیر د تېر اوونۍ د شنبې په ورځ پیل کړ، خو دغه پروسه د یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو له مخالفت سره مخ او د دریوو ورځو لپاره وځنډول شوه چې بیا ځلي د یکشنبې په ورځ پیل شوه.

په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار یوشمېر بنسټونه ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره نېټه دقیقه او په خپله ژمنه دې عمل وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ویاندې سمېرې رسا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د ټاکنو کمېسیون که چېرې داسې تصمیم لري او پریکړې یې د قوانینو، لایحو او طرز العملونو پر بنسټ وي یو مثبت ګام دی، خو باید د څارونکو بنستونو او انتخاباتي ټیمونو چې د انتخابات په پروسه کې دخیل دي قناعت خپل کړي، څو د پروسې مخه ډب نه کړي."

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د میزان په شپږمه نېټه ترسره شوه.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه دوه ځلي د لومړنیو پایلو د اعلان نېټې مشخصې کړي خونقض شوې دي.

XS
SM
MD
LG