د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

هېواد: د طالب په څېر، داعش هم د پاکستان او دښمنو لورو د ګټو لپاره جوړه شوې


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په ټاکنیزو چارو کې د بهرنیانو د لاسوهنې او د داعش ډلې د ځپل کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، په ټاکنیزو چارو کې د نړیوالو ادارو د لاسوهنې موضوع هغه مهال ګرمه شوه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون انتخاباتي نتایج په ټاکلي وخت اعلان نه‌کړل.

په سرمقاله کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه څرګندونې را اخیستل شوي چې د ټاکنو په چارو کې د بهرنیانو له مداخلې یې اندېښنه ښودلې او په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازي یې غوښتي چې په دې بهېر کې بې‌پرې اوسي او د خلکو رأیو ته درناوی وکړي.

وړاندې په سرمقاله کې بیا په دې اړه د ولسمشرۍ د نوماند رحمت‌الله نبیل څرګندونې هم را اخیستل شوې دي.

په سرمقاله کې، د ښاغلي نبیل په حواله راغلي که چېرې بهرنۍ مؤسسې او سفارتونه د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنې کوي، نو په دې پروسې به د خلکو باور له‌منځه ولاړ شي او دا به د خلکو اندېښنې لازیاتې او هېواد به له لوی بحران سره مخ کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په کابل کې د امریکا د سفیر جان بس د وروستي ټویټ په تړاو لېکنه کړې چې ویلي، داسې هېڅ نښې نښانې نه‌شته چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټاکنو کې د چا پلویتوب کړی وي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د جان بس له دې ټویټ څخه داسې ښکاري چې د افغانستان د ټاکنو برخلیک د بهرنیانو خصوصاً د امریکایانو په لاس کې دی او دوی د دغه بهیر لانجمن کېدل او د زور استعمال د وسیلې په توګه کاروي څو د خپلې خوښې نتیجه ترې وباسي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په افغانستان کې د داعش ډلې ځپلو ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، په ننګرهار کې د داعش ډلې خوځښتونه ځپل شوي او د کورنیو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې، اړ شوي چې افغان ځواکونو ته تسیلم شي او ډېر ژر به له ټول افغانستان نه د داعش لمن ټوله شي.

ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د طالب او نورو ترهګرو ډلو په څېر، داعش ډله هم د پاکستان او نورو دښمنو لورو د ګټو لپاره جوړه شوې او داسې رنګ ورته ورکړل شوی چې ګنې دا ډله د خراسان په نامه له اعلان شوي حکومت سره تړاو لري.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره دا تشې اوازې دي، بلکې حقیقت دا دی چې د داعش په نامه جنګیالي هم د پاکستان ملېشي دي چې په افغانستان کې د هغوی د ګټو لپاره کارول کېږي او له هغوی سره تېر ایستل شوي افغانان هم یوځای شوي دي.

ورځپاڼې دغه شان لیکلي، که یوه لور ته پاکستان د داعش ډلې په نامه خپل جنګیالي رالېږي له بلې خوا روسیه او ایران له دې ډلې د خپلو موخو لپاره ناوړه تبلیغاتي ګټې پورته کوي او د روسیې استخباراتي مأمورین هم لکه د پنجاب ملېشې په ډېر مهارت سره د داعش ډلې په لیکو کې وردننه شوي او داسې بریدونه کوي چې د مرکزي اسیا هېوادونه پرې وډار کړي.

خو د سرمقالې په پای کې راغلي، اړتیا ده چې د سیمې د ساتنې لپاره تل‌پاتې پوځي اډې او مراکز جوړ شي چې بیا له پاکستانه د داعش په نامه د جنګیالیو د راتګ مخنیوی هم وکړای شي.

XS
SM
MD
LG