د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

ولسمشر غني جلال‌اباد ته رسېدلی


ارشیف
ارشیف

ولسمشر غني جلال‌اباد ته رسېدلی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، ولسمشر سره د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، په ولسې جرګه کې د ننګرهار استازي، د کابینې غړي او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ملګري دي.

خوګیاڼی وايي، ولسمشر به په ننګرهار کې هغو قومي مشرانو، پاڅون کوونکو او پوځي افسرانو سره هم وګوري چې چا په یاد ولایت کې د داعش په ماتولو کې فعاله ونډه اخیستې ده.

ویل کېږي ولسمشر به خلکو سره له ملاقاتونو وروسته وینا هم وکړي.

XS
SM
MD
LG