د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

جان بس: افغان امنیتي ځواکونو د ټاکنو له هېڅ کاندیده ملاتړ نه‌دی کړی


په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، داسې هېڅ شواهد نه‌شته چې افغان ځواکونو دې د کوم لوري په پلوۍ انتخاباتي فعالیت کې ښکېل شوي وي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، داسې هېڅ شواهد نه‌شته چې افغان ځواکونو دې د کوم لوري په پلوۍ انتخاباتي فعالیت کې ښکېل شوي وي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس وايي، داسې هېڅ شواهد نه‌شته چې افغان ځواکونو دې د (ولسمشرۍ) د ټاکنو پر ورځ یا له هغې راوروسته د کوم لوري په پلوۍ ټاکنیز فعالیت کې ښکېل شوي وي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د دوشنبې په ماښام د افغانستان د ټاکنو په تړاو په څو پرله‌پسې ټویټري پیغامونو کې ویلي، دوی به د ټولو هغو نوماندانو ملاتړ وکړي چې د خپلو اعتراضونو لپاره له انتخاباتي پروسو کار اخلي نه د زور او تاوتریخوالي څخه.

په کابل کې د امریکا سفیر له خپل یو ټویټ سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه خبرپاڼه مله کړې چې په‌کې په کندز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دفتر مخ ته په راټولو شویو معترضانو د امنیتي ځواکونو له‌خوا د ډزو ادعاوې رد شوې دي او په‌کې ویل شوي چې دغلته اوښتې مرګ ژوبله د یکشنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا یو توغول شوي توغندي اړولې نه دا چې امنیتي ځواکونو دې پر خلکو ډزې کړې وي.

کابل کې د امریکا سفیر د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر دې اعلامیې د تبصرې په بڼه لیکلي: "داسې هېڅ شواهد نه‌شته چې افغان امنیتي ځواکونه دې د ټاکنو پر ورځ او یا ترې راوروسته د کوم لوري په پلوۍ ټاکنیز فعالیت کې ښکېل وي."

جان بس د افغان ځواکونو مسلکي چلند ستایلی او ټینګار یې کړی چې څرګندونې دې د اوازو نه، بلکې د حقایقو پر بنسټ وي.

ښاغلي بس که څه هم په مشخصه توګه د چا نوم نه‌دی یاد کړی، خو تر دې مخکې د ثبات او هم‌پالنۍ ټیم مشر عبدالله عبدالله او پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په کندز کې پر معترضانو د امنیتي ځواکونو له‌خوا د ډزو مسئله یاده کړې او په دې یې اندېښنه ښودلې وه.

بل‌خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، تر ۱۲ زیاتو ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرلو بهیر بشپړ شوی دی، په یو شمېر نورو ولایتونو کې دا بهیر روان دی، خو په پنځو ولایتونو کې ځنډېدلی دی.

هغه زیاته کړه: "د پنجشیر، تخار، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې تر اوسه زموږ همکارانو ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې هغوی د رأیو د بیا شمېرلو پروسه مخکې یوسي."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات

په داسې حال کې چې د رأیو د بیا شمېر او څېړنې د اوسني بهیر له پیل مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معترضو انتخاباتي ټیمونو سره پرله‌پسې غونډې درلودې او وايي د هغوی ټولو پوښتنو او اندېښنو ته‌یې تفصیلي ځواب ویلی، خو له دې بهیر سره د یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو په ځانګړې توګه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې د ټیم مخالفت لا هم دوام لري.

د ثبات او هم‌پالنې ټیم وايي، د دوی اندېښنې او پوښتنې نه‌دي ځواب شوي.

د دې ټیم ویاند فریدون خوځون تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، په دوه ورځنیو بحثونو او خبرو اترو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځوابونه نیمګړي او د دوی د قناعت وړ نه‌و.

د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون
د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون

ښاغلي خوځون وویل، تر اوسه موږ له خپلو پلویانو څخه نه‌دي غوښتي چې د کمېسیون د دفترونو دروازې وتړي، خو د افغانستان خلک حق لري چې د خپلو رأیو دفاع وکړي او موږ یې ملاتړ کوو.

نوموړی زیاتوي: "که چېرې کمېسیون زموږ غوښتنو ته ځواب ونه‌وايي، بیا موږ په نورو لارو هم فکر کوو چې یو یې ممکن د افغانستان له خلکو دا غوښتنه وي چې راووځي او د خپلو رأیو دفاع وکړي، خو اوس خلک په خودجوشه توګه راوتلي، موږ تر اوسه پورې کمېسیون ته د خبرو دروازې پرانیستې، کمېسیون باید غور وکړي او موږ ترې غوښتي چې دا پروسه باید ودروي او زموږ قناعت د قانون له مخې حاصل کړي."

بل‌خوا د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې یو ویاند غفور احمد جاوېد ازادي راډیو ته وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د قانون سره سم واک لري چې مشکوکې رأیې بیا وشمېري او پایلې یې خلکو سره شریکې کړي.

د ولسمشر غني په مشرۍ د ډولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې یو ویاند غفور احمد جاوېد
د ولسمشر غني په مشرۍ د ډولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې یو ویاند غفور احمد جاوېد

نوموړی وايي دوی د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې خپل کار په شفافه توګه ترسره کړي او ولس ته د ټاکنو نتیجه ژر تر ژره اعلان کړي.

د یادو دوو ټیمونو په څېر د ولسمشرۍ نورې ټاکنیزې ډلې هم د رأیو د بیا شمېرنې د بهیر په اړه د کمېسیون په پرېکړه سره وېشلي نظرونه لري.

خو د دې ټولو عام افغان رأی ورکوونکي بیا پر دې یوه خوله دي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغانستان کې له څو انتخاباتي تجربو وروسته اوس باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا وړتیا درلودی چې هم‌یې پر ټاکلي وخت پایلې اعلان کړې وی او هم‌یې پر چارو کې پر شفافیت د ټولو لورو قناعت موجود وي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG