د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

ځينو ادرسونو یو ځل بیا د رأیو د بیا شمېرنې بهیر تحریم کړ


د رأیو صندوقونه
د رأیو صندوقونه

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له‌خوا د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش د پرېکړې وروسته یو ځل بیا دا بهیر د ځینو ادرسونو له‌خوا تحریم شوی دی.

که څه هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ۲۸ ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش ځنډېدلی بهیر پیل کړ، خو د تېر په څېر یو شمېر انتخاباتي ټیمونو په دې پروسه کې د نه ګډون پرېکړه کړې.

د ثبات او همپالنې، سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټکتونو او د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا ویلي، نه یوازې دا چې په دې بهیر کې ګډون نه کوي، بلکې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش پایله هم نه مني.

د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، کمېسیون تر اوسه د دوی پوښتنو او اندېښنو ته سم ځواب نه دی ویلی.

د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې ویاند فریدون خوځون
د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې ویاند فریدون خوځون

دی وایي: "په تېرو دوه ورځو کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره موږ کوم بحثونه درلودل، هغوی زموږ لپاره د قناعت وړ ځوابونه نه درلودل، دوی د دې پر ځای چې د انتخاباتي ټیمونو قناعت تر لاسه کړي، په خپل سر یې د رأیو بیا شمېرنه پیل کړه، دا پروسه د قانون له مخې نه ده، تر کومه چې زموږ اندېښنو ته ځواب ونه ویل شي، موږ په کې ګډون نه کوو."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې وړاندې هم له دې پروسې سره پرېکون اعلان کړی و، د دغه بهیر درول یې غوښتي وو.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې غړي فضل غني حقمل هم ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی د غوښتنو تر نه منل کېدو پورې به د رأیو بیا شمېرنې او تفتیش ته خپل استازي ونه لېږي.

دې ډلې وړاندې په ټول افغانستان کې د رأیو د بیا شمېرنې، په نږدې ۲۴۰۰ محلونو کې د انتخاباتو بیا ترسره کېدو او د انتخاباتي جرایمو د څېړلو لپاره د یوه ځانګړي قضايي پلاوي د جوړښت غوښتنه کړې وه.

د نوماندانو شورا چې د ولسمشرۍ ۱۱ تنه نوماندان یې غړیتوب لري، هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې له دې بهیر سره پرېکون اعلان کړی دی.

دې شورا په خپله اعلامیه کې لیکلي، تر کومه چې معتبرې او غیر معتبرې رأیې جلا نه شي، دوی به د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش په بهیر کې ګډون ونه کړي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ټولو کاندیدانو له استازو سره تر دوه ځلي خبرو او بحثونو وروسته یې په ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر پیل کړی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په هلمند، دایکنډي، کندهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، هرات، غور، نورستان، فراه، خوست او کندز ولایتونو دا پروسه د څارونکو په مخ کې روانه ده.

د دې کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ډېر ژر به د رأیو د شمېرنې او تفتیش پایلې مرکز ته را ولېږدول شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ

ده زیاته کړه: "په ټولو ولایتونو کې باید پاتې صندوقونه وشمېرل شي او د بیا شمېرنې د پروسې پایلې او د پایلو فورمې مرکز ته را ولېږل شي، ډېر ژر به په ولایتونو کې دا بهیر په بشپړه رونټیا پای ته ورسېږي."

په ورته وخت کې دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم د تېر په څېر د دې بهیر له پیله هرکلی کړی دی.

د دې انتخاباتي ټیم یو ویاند رضوان مراد ازادي راډیو سره خبرو کې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې د قانون پر بنسټ خپل کارونه مخته یوسي او هر څومره ژر چې ممکنې وي، د افغانستان خلکو ته د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

بل خوا بیا په یو شمېر ولایتونو کې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې له‌خوا د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش د بهیر د درولو په هدف د ولایتي کمېسیونونو د دفترونو د تړلو خبر هم ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG