د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې نن وروستۍ شل اوره لوبه کوي


د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ دا مسابقې د هند په لکنهو ښار کې روانې دي.
د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ دا مسابقې د هند په لکنهو ښار کې روانې دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن، د نوامبر په ۱۷مه ، د ویسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره د شل اورونو کرکټ درېیمه او وروستۍ مسابقه لري.

د ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د شل او پنځوسو اورونو کرکټ سیالۍ د نوامبر په شپږمه پېل شوې.

له هغه راهیسې، افغانستان درې د پنځوسو اورونو مسابقې ویسټ انډیز ته ور وبایللې.

د افغانستان لوبډلې یوه د شلو اورونو سیالي ویسټ انډیز ته ور بایللې ده.

خو په دوهمه شل اوریزه مسابقه کې چې تېره شپه وه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته په ۴۱ مڼډو ماته ورکړه.

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ دا مسابقې د هند په لکنهو ښار کې روانې دي.

د نوامبر په ۲۷مه د دواړو ټسټ مچ دی.

XS
SM
MD
LG