د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

نورستانۍ: د ولسمشرۍ ټاکنو د بیا رأی شمېرنې بهیر نن پیلیږي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د رأیو د بیا شمېرلو او تفتیش بهیر، نن له سره پيلوي.

د کمېسون مشرې، حوا علم نورستانۍ پرون کابل کې خبريالانو ته وویل چې دا پرېکړه یې له معترضو ټاکنیزو ډلو سره د موافقې له مخې کړې ده.

حوا علم نورستانۍ وویل: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټولو کاندیدانو له استازو سره تر دوه ځلي خبرو او بحث وروسته د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر له سره پېلوي."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې مېرمن نورستانۍ له ټاکنیزو ډلو وغوښتل څو د رڼو ټاکنو پایلو اعلان سره مرسته وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې مېرمن نورستانۍ له ټاکنیزو ډلو وغوښتل څو د رڼو ټاکنو پایلو اعلان سره مرسته وکړي.

هغې له ټولو ټاکنیزو ډلو او څارونکو غوښتنه وکړه چې د شفافو پایلو د اعلان لپاره مرسته ورسره وکړي.

د رأیو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر د عقرب په ۱۸ پېل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چې په ۲۰ ولایتونو کې دا بهیر بشپړ شوی دی.

خو په پاتې ۱۴ ولایتونو کې دا بهیر تېره اونۍ د یو شمېر ټاکنیزو ډلو د مخالفت له امله بند شو.

له دې امله حتی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو شمېر سیمه ییز دفترونه وتړل شول.

حوا علم نورستانۍ وویل چې د ۲۶۲ ټاکنیزو محلونو ۱۳۹۴۹ رأیې به چې د بایومېټریک معلوماتو پر اساس د رایې ورکولو لپاره له ځانګړي وخته بهر ثبت شوي وڅیړي او که ثابت شوه چې تقلب شوی، نو بې اعتباره به يې اعلان کړي.

هغې ټینګار وکړ چې یوازې د بایومېټريک معلوماتو پر اساس ثبت شوې رایې ته اعتبار ورکوي.

خو نوموړې وویل چې د هغو افغانانو رأیې باید ضایع نه شي چې د میزان په شپږمه یې په سختو شرایطو کې ورکړي دي.

حوا علم نورستاني زیاته کړه: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون هڅه کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې په شفاف ډول او په تر ټولو نږدې، ممکن فرصت کې اعلان کړي."

د ټاکنو د قانون له مخې باید لومړنۍ پایلي د میزان په ۲۷مه اعلان شوې وای.

خو کمېسیون درې ځله د لومړنیو پایلو اعلان ځنډولی دی.

وروستی مهلت یې د عقرب ۲۳مه وه.

د ټاکنو د خپلو اک کمېسیون مشرې پرون هم ونه ویل چې دقیقاً، څه وخت به د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانېږي.

خو نورستانۍ وویل چې په ۱۴ ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې له بهیر سره د یو شمېر ټاکنیزو ډلو مخالفت، درې ورځې د دې بهیر په ټپه درېدل او د درملوګ له شرکته د معلوماتو په ترلاسه کولو کې څه باندې یوه اونۍ ځنډ هغه اساسي عوامل دي چې له امله یې د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان وځنډېد.

XS
SM
MD
LG