د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

د روسیې او اوکراین ولسمشران راتلونکې میاشت سره ګوري


آرشیف
آرشیف

د فرانسې حکومت پرون د (نومبر ۱۵مه) تائید کړه چې د روسیې او اوکراین ولسمشران به راتلونکې میاشت مخامخ سره وګوري.

د فرانسې د حکومت په وینا، پاریس به راتلونکې میاشت د اوکراین په اړه د څلور اړخیزې غونډې کوربه وي.

په غونډه کې به پر هغو پرمختګونو خبرې وشي چې د منسک د توافق پر اساس یې اټکل شوی و.

په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه د ډېسېمبر په ۹مه جوړېږي.

د روسیې او اوکراین ولسمشران، ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زېلېنسکي به مخامخ د فرانسې د ولسمشر ایمانوېل مکرون او د جرمني د صدراعظمې انګېلا مېرکل په حضور کې د اوکراین د ختيځو سیمو پر امنیتي وضعیت هم خبرې وکړي.

د څلور اړخیزو خبرو دې لړۍ ته د نورمنادي فورمټ هم ویل کېږي.

د نورماندي فورمټ مخکنۍ غونډه چې د روسیې، فرانسې، اوکراین او جرمني استازو برخه په کې درلوده د ۲۰۱۶ میلادي کال د اکټوبر په میاشت کې جوړه شوې وه.

خو هغه مهال ولاديمیر زېلېنسکي د اوکراین جمهور رئیس نه و.

زېلېنسکي به د اوکراین د ولسمشر په توګه لومړی وار په پاریس کې د روسیې له ولسمشر سره د خپل هېواد پر وضعیت د خبرو لپاره مخامخ کښېني.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په غیرقانوني ډول د کرېمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره الحاق کړه.

له هغه راهیسې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د هغو بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چې د اوکراین د حکومت پر ضد جنګېږي.

د بېلتون غوښتونکو او اوکرایني ځواکونو ترمنځ په نښتو کې له هغه راهیسې ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.

د پاریس په څلور اړخیزه غونډه کې به هڅه وشي چې د اوکراین په ختیځ کې جګړې د پای ته رسېدو لار پيدا شي.

د فرانسې ولسمشر اېمانويل مکرون د روان کال په دوبي کې روسیې ته تللی و او د ولادیمیر پوتین په کور کې يې له هغه سره وکتل.

د مکرون مکررو هڅو چې له روسیې سره یې یې د ډیالوګ لپاره کوي په اروپا کې ضد او نقیض بحثونه هم پارولي دي .

هغه تېره اونۍ له ایکونومیست سره په مرکه کې وویل: "که مونږ په اروپا کې د سولې ټینګښت او د اروپا د ستراتیژيکې خپلواکۍ جوړول غواړو باید د روسیې پر وړاندې خپل موقف ته بیا کتنه وکړوو."

تر دې وړاندې، د قزاقستان پخواني ولسمشر، نورسلطان نظربایف ویلي وو چې دی تیار دی چې د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو د مخامخ کتنې لپاره زمینه برابره کړي.

نظربایف د نوامبر په ۱۲مه ویلي و چې زېلېنسکي یې بلنه منلې ده او ولادیمیر پوتین ته یې هم معلومات ورکړي خو ځواب ته يې منتظر دی.

XS
SM
MD
LG