د افریقا په کینیا کې د میندو مړېنې پایته رسېدو په اړه د یوې تازه څیړنې پایلې، د جمعیت او پراختیا په نړېوال کنفرانس کې وارزول شوې.
د ازادي راډيو د خبریال د راپور له مخې، په دغه څېړنه کې چې د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق (یو ان اف پی اې) او جانس هاپکنس پوهنتون له خوا ترسره شوې، ویل شوي چې د میندو مړینې او له دوی سره د تاوتریخوالي مخنیوي او کورنیو ته یې د رسېدنې لپاره، په راتلونکې یوه پېړۍ کې شاوخوا ۲۶۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
د اوس لپاره د دغو هدفونو لپاره یوازې ۴۲ میلیارده ډالر موجود دي.
د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د دولت وزیره سیما سمر ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان د میندو لپاره په نړۍ کې دویم ترټولو بد هېواد دی.
اغلې سمر وویل: "د میندو د مړینې د مخنیوي لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا ده. د تعلیم او تربیې په ګډون، د صحي خوړو برابرول او ترڅنګ یې خلکو ته دعامه پوهاوی ورکړه."
ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق او د جانس هاپکنس پوهنتون د څېړنو په یوه برخه کې ویل شوې چې د زېږون پرمهال د میندو د مړینې د مخنیوي په خاطر ۱۱۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
دغه پیسې به ۱۲۰ هېوادونو کې چې افغانستان هم په کې شامل دی او د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده مصرف شي.
دغه پیسې د نړۍ د ۴۶ ترټولو ګران بیه پوځي الوتکو معادل دي، خو ددې شمېر ریښتنې معنا په عمل کې څه ده؟ څنګه کېدای شي چې په ۹۵ ډالرو باندې د یوې افریقايي نجلۍ د سنت کېدو مخه ونیول شي؟ او څنګه د کم عمره نجونو د واده مخه په ۶۰۰ ډالرو نیول کېدای شي؟
د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق رئيس کوفي کوامي وویل: "کورنۍ، مشران او دیني علما باید په دې اړه معلومات ولري او له دې غورځنګ څخه باید ملاتړ وکړي، تر څو موږ دې حالت ته ورسیږو چې کم عمره نجونې واده ونه کړي."
په پلازمېنه نایروبي کې د غونډې ګډونوال که څه هم له میندو سره د تاوتریخوالي او د هغوی د مړينې په برخه کې پانګونه مهمه بولي، خو پورتنیو پیسو د مصرف په اړه اندېښنه لري.
په دې ناسته کې له افغانستان څخه تللي ګډونواله ملکه شهید وايي: "په دوو برخو کې اندېښنه لرو، یوه دا چې دغه بودجه څه ډول او په کومو لارو مصرفیږي؟ او بله دا چې ددې ټولو پروژو تطبیق په جګړه ځپلو هېوادونو لکه افغانستان کې کېږي که نه؟"
له بلې خوا غونډې ته راغلي نړېوال شرکتونه، لکه ورلډ ویژن، فورډ، جانسن اېنډ جانسن ژمنه وکړه چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې به دې هدف ته د رسېدو لپاره ۸ میلیارده ډالر برابروي.
د نایروبي کنفرانس د ملګرو ملتونو د جمیعت صندوق، کینیا او ډنمارک هېوادونو له خوا جوړ شوی و.
ددغه درې ورځني کنفرانس هدف د عمل برنامې لپاره چې په ۱۹۹۴ کال کې د ۱۷۹ هېوادونو له خوا د جمعیت او پراختیا نړېوال کنفرانس (ای سي پي ډي) کې د سیاسي ارادې او مالي تعهد په اړه ژمنې شوې وې، جوړ شوی و.
د نړۍ له شاوخوا سلو هېوادونو څخه له ۹۵۰۰ ډېرو ګډونوال دې ناستې ته راغلي وو. له افغانستان یو ۱۶ کسیز پلاوی دغه کنفرانس ته ورغلی و.