د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د پاکستان د استخباراتو مشر او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راغلي


د افغانستان او پاکستان بیرغونه
د افغانستان او پاکستان بیرغونه

د پاکستان د استخباراتي سازمان مشر او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راغلي.

یوه حکومتي سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي، د دې خبر په تأییدولو سره وايي چې د پاکستان د استخباراتي سازمان مشر او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال "په اسلام‌اباد کې د (ای. اېس. ای) له لوري د افغان سفیر د احضارولو" په اړه د بخښنې غوښتلو لپاره کابل ته راغلي دي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

وړاندې له دې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې (ای اس ای) له‌خوا احضار او ناوړه چلند ورسره شوی و.

په اعلامیه کې افغان حکومت د پاکستان په دې کار کلک اعتراض کړی و او ویلي یې و چې د ای اس ای له خوا د ښاغلي مشعل احضار او له هغه سره ناوړه چلند د ډیپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف عمل دی.

د افغانستان سفیر وروسته له هغه د ای اس ای له خوا ورغوښتل شوی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې په کابل کې د دوی ډیپلوماتان ځورول شوي دي.

خو پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر سره د "ناوړه چلند" ادعا رد کړې ده.

نورو رسمي سرچینو او پاکستاني لوري هم تر اوسه کابل ته د پاکستاني چارواکو راتګ نه‌دی تأیید کړی.

XS
SM
MD
LG