د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

حکمتیار: یو لنډمهاله حکومت دې جوړ او ولسمشریزې ټاکنې دې بیا ترسره شي


ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار
ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار

د انتخاباتي موضوعاتو د ترينګلتیاوو په دوام نن یو شمېر نوماندانو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د وروستۍ پرېکړې په اړه اعتراض وکړ.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډله وايي، د ولسمشرۍ انتخابات په لومړي پړاو کې ګټوونکی نه لري او دوهم پړاو انتخابات باید د یو لنډمهالي حکومت له‌خوا وشي.

ښاغلي حکمتیار نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، بیا ځلي انتخابات باید د یوه داسې حکومت له‌خوا وشي چې په انتخاباتو کې ګډون ونه لري.

د حکمتیار له قوله، کارول شویو رأیو ته په کتو هېڅ یو نوماند نه دی توانېدلی چې پنځوس جمع یو پوره کړي، ځکه په خبره یې چې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون کم و.

ده وویل: "اړتیا ده چې راتلوونکي انتخابات د یوه بې طرفه حکومت له خوا چې مشر یې خپله کاندید نه وي او ټولو نوماندانو ته د منلو وي، وشي، موږ یوه لنډمهالي حکومت ته اړتیا لرو، له دې پرته رڼې ټاکنې امکان نه لري."

بل لورته بیا د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا هم د انتخاباتو د بحراني کېدو په صورت کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو د استعفا غوښتنه کړې.

ولسمشرۍ ته نوماند او د دې شورا یو غړي احمد ضیا مسعود نن په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی غواړي چې په انتخاباتو کې درغلي کوونکي عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

نوموړي زیاته کړه: "د یو میلیون رأیو تقلب چا وکړ، هغه مهال چې یو شخص یو میلیون رأیې یا سل زره رأیې تقلب کوي، فساد یې کړی او که نه، مجرم دی او که نه، د خلکو د رأیو او راتلوونکي غل دی او که نه؟ هغه زمان چې داسې وي، بیا څه ډول کېږي چې نوم یې ورک شي؟"

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د لنډمهالي حکومت طرحې ته افغانانو وړاندې د رد ځواب ورکړی.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیقي صدیقي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان لپاره د لنډمهالي حکومت طرحه په اساسي قانون کې ځای نه لري.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیقي صدیقي
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیقي صدیقي

ده وویل: "له انتخاباتو وړاندې د ښاغلي حکمتیار په ګډون ډېر شمېر کسان وو چې د انتخاباتو په کېدو یې باور نه درلود، داسې مهال چې خپله هم کاندیدان وو، د افغانستان خلکو خپله پرېکړه کړې، کېدای شي چې افغانانو حکمتیار ته هېڅ رأیه نه وي ورکړي، له همدې کبله شاید حکمتیار دا ډول څرګندونې کوي، د لنډمهالي حکومت طرحه د اساسي قانون خلاف ده."

د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا چې له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله پرته ولسمشرۍ ته کاندید ۱۲ تنه یې غړيتوب لري، دا هم ویلي چې د تقلبي رأیو پایله نه مني.

د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا دا هم ویلي چې د تقلبي رأیو پایله نه مني.

په ورته وخت کې د امنیت او عدالت د ټاکنیز ټیم مشر رحمت الله نبیل وايي، کمېسیون تر فشار لاندې راغلی او د رأیو بیا شمېرنه یې پیل کړې ده.

دی وایي: "پنځه تنه کمیشنران، په هغوی کې هم دوه تنه تر فشار لاندې راوستل شي، یوازې درې تنه کمیشنران د بېلابېلو مسایلو په نظر کې نیولو سره او یو انتخاباتي ټیم غواړي دا رأیې وشمېرل شي."

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو غړی عصمت الله مل وايي چې کمېسیون هېڅ ډول فشار ته تسلیم شوی نه دی او خپل کارونه د قانون پربنسټ مخته وړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د میزان میاشتې په شپږمه وشول، خو له ژمنو سره سره یې لا لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

XS
SM
MD
LG