د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

هشت صبح: د ټاکنو کمېسیون د غړو علني اختلاف د ملت لپاره د اندېښنې وړ ده


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رأیو د بیا شمېرنې په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

وېسا:

وېسا ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي،د انتخاباتو کمېسیون د هغو څه د پاسه اته زره محلونو د رأیو بیا شمېرنه په داسې حال کې پیل کړې چې د ثبات او همپالنۍ،اسلامي عدالت او عدالت او امنیت ټيمونو د یو لړ اعتراضونو په ترڅ کې دغه بیا شمېرنه تحریم کړې ده.

سرمقاله لیکوونکي لیکلي، دغو اعتراضونو ته پام که چېري د دې پروسې د دوام لپاره یوازې د اشرف غني دولت جوړونکی ټيم پاتې شي، ګرانه ښکاري چې د انتخاباتو دغه پروسه دې بحراني نه شي او د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو بدنامه لوبه دې بیا تکرار نه شي.

وړاندې راغلي، په څو دیرش میلیوني ولس کې به د یو نیم میلیون نه لږو په درغلیو ککړو رایو کې ګټونکی چې په طبعي ډول هم اعلان شي هېڅ مخالفت ورسره ونه شي څومره مشروعیت درلودی شي؟

ورځپاڼه وايي، ځواب روښانه دی چې بیا به د دې ستونزو د هوارې لپاره لوبغاړی رامخ ته شي.

دنیا ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، ایا پوهېږئ چې واقعې او پاکې رایې څومره دي؟

وړاندې راغلي، کله چې د انتخاباتو په تړاو خبرې کېږي، ذهن ته مو له ځند پرته د پاکو او نا پاکو رایو شمېرنه درېږي، دا ځکه چې د افغانستان په انتخاباتو کې زیات شمېر تقلبي رایې کارول کېږي، او په تېر کې هم یو زیات شمېر تقلبې رایې د پاکو هغو په نوم شمېرل شوي او د ملت په برخلیک یې لوبې کړي.

د سرمقالې لیکوال لېکي، د رأیو د شمېر په تړاو بېلابېلې څرګندونې کېږي، خو یو شمېر بهرنیو سرچینو چې له ولسمشریزو انتخاباتو سره نږدې پاتې شوي او څارلي یې دي، ویلي چې د پاکو رأیو اصلي شمېر یو اعشاریه دوه میلیونه دی او پاتې نورې ټولې رأیې شکمنې، تقلبې او تورې دي چې ځيني لوري یې د پاکولو په هڅه کې دي او غواړي په یو ډول د انتخاباتو پر کمېسیون یې وشمېري.

د سرمقالې د لېکوال په باور،که په افغانستان کې د انتخاباتو بهیر د شفافیت لپاره کوټلې ګامونه وانه خېستل شي او یو ځل بیا د ملت په سرنوشت لوبې وشي، نو دا به د انتخاباتو او ډمکراسۍ پر تابوت باندې وروستی میخ ټکوهل وي چې دا ځل به یې جبرانول ناممکن وي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې هم د رأیې شمېرنې پروسې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ۲۰۱۴ میلادي کال سناریو بیا د تکرارېدو په حال کې ده او تر ټولو خواشینونکی خبر دا دی چې د انتخاباتو کمېسیون د کمیشنرانو خپلمنځي اختلافات علني شوي او دا د ملت لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده.

خو سرمقاله لیکوونکي لیکي، کمېسیون لاهم وخت لري چې خپلمنځي اختلافات یوې خواته کړي، ګډ تصمیم ونیسي او دغه بهیر له بحران څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG