د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

جوګي ماشومان به له دې وروسته ښوونځيو ته ځي


په افغانستان کې جوګیان
په افغانستان کې جوګیان

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره جوګي ماشومان ښوونځي ته د تللو اجازه پیدا کړه.

د افغانستان پوهنې وزارت جوګي ماشومانو ته د زده کړې د زمینې د برابرولو خبره داسې مهال کوي چې جوګيان لاهم افغاني پېژندپاڼه نه لري.

دغه پرېکړه د ازادي راډيو له هغه راپور وروسته وشوه چې څه موده مخکې د جوګیانو په ژوند جوړ شوی و.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت ازادي راډيو ته وویل چې د پوهنې سرپرست وزیر تېره اوونۍ د جوګیانو خېمې ته ورغی او ورسره یې ژمنه وکړه چې جوګي ماشومان تر دې وروسته ښوونځيو ته د تلو اجازه لري.

نوریه نزهت سخنگوی وزارت معارف افغانستان
نوریه نزهت سخنگوی وزارت معارف افغانستان

دې وویل: "مونږ پرېکړه کړې چې د جوګي ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره اقدام وکړو، په دې اړه د پوهنې وزارت یو سلاکار ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه بشپړ معلومات وکړي او یو جامع راپور برابر کړي، دا راپور چمتو شوی او له هغوی سره خبرې هم شوي، کومې ستونزې چې لري، هغه پېژندپاڼه ده، هیله مند یوو چې په دې اړه جدي پاملرنه وشي."

د تابعیت تذکرو نه لرل، بېوزلي، د سرپناه نشتوالی او له زده کړو پاتې کېدل د جوګیانو هغه ستونزې دي چې د ازادي راډيو د تېرې میاشتې راپور ورته ځانګړی شوی و.

۱۶ کلنه الاهه وايي، ښوونځي ته د تلو لپاره ورځې شماري.

دا زیاتوي: "زه اوس ډېره خوشحاله یم چې تر دې وروسته به ښوونځي ته ځم، تر دې وړاندې ما له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي وو چې که چېرې ښوونځی ونه وایم، واده هم نه کوم، اوس خوشحاله یم چې درس وایم او په راتلونکي کې به ډاکتره شم."

جوګیان له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته له تاجکستانه افغانستان ته راغلل.

جوګیان وايي، له آره د تاجکستان له کولابه راغلي او له کلونو راهیسې په افغانستان کې مېشت دي.

په کابل کې د یو شمېر جوګیانو انځور
په کابل کې د یو شمېر جوګیانو انځور

جوګیان سني مذهبه مسلمانان او په ملیت تاجک دي چې په دري او د جوګیانو په لهجه غږېږي.

له جوګیانو د افغانستان په اساسي قانون کې یادونه نه ده شوې او له همدې وجې نشي کولی چې د تابعیت تذکرې واخلي.

صابر کولابي په کابل کې د جوګیانو د یوې سیمې وکیل دی.

دی وایي، اکثره ماشومان یې د پېژندپاڼې د نه لرلو له امله له ښوونځي پاتې دي.

ده وویل: "له ازادي راډيو مننه کوم چې مسؤلین یې خبر کړل، د پوهنې وزیر دلته زمونږ لېدو ته راغی، مونږ سره یې ژمنه وکړه چې ښوونځی به جوړوي چې تر څلورم ټولګي پورې زده کوونکي درس ووايي او بیا نورو ښوونځيو ته ولاړ شي، هیله مند یوو چې زمونږ د ماشومانو په ژوند کې مثبت بدلون راشي."

خو ولسمشر غني تېر کال فرمان ورکړ چې جوګیانو ته د تابعیت سند ورکوي، خو د صابر کولابي په وینا، یو شمېر دولتي ادارو ته تللي، خو لاهم ورته د تابعیت سند نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG