د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

"په افغانستان کې تر لس ميلیونو زیات افغانان له انټرنټه کار اخلي"


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې په افغانستان کې تر لس ميلیونو زیات افغانان له انټرنټه کار اخلي.

په دې کې د ۳۵ او ۴۰ فیصدو ترمنځ ښځې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سلاکار شېرشاه نوابي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې له انټرنټه د کار اخیستونکو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

نوابي وویل چې اکثر ښاري خلک له انټرنټه کار اخلي.

په افغانستان کې انټرنټ ښځو ته کوم سهولتونه برابر کړي دي؟

ارشیف
ارشیف

د کابل اوسېدونکې روښنا حبیبي وايي چې له انټرنټه پرته به یې زده کړې ډېرې ګرانې وای.

روښنا حبیبي د حقوقو محصله ده.

هغه وايي چې یوازې د انټرنټ له لارې داسې مقالې او راپورونه لوستلی شي چې د دې د زده کړو لپاره مناسب دي.

د روښنا حبیبي د مسلک لپاره ډېر کتابونه ضروري دي او هغه هم داسې چې په افغانستان کې نه پیدا کېږي او یا ډېر ګران دي.

روښنا حبیبي وايي چې د انټرنټ له لارې ډېر کتابونه ورته پیدا کېږي.

هغه وايي چې ډېری محصلان د انټرنټ له لارې په بهرنیو هېوادونو کې سکالرشیپونه اخلي، انلاین کورسونه وايي او په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کوي.

د کابل پوهنتون محصلې ارزو فقیري ازادي راډیو ته وویل چې تېرکال د انټرنټ له لارې د تهران په ازاد پوهنتون کې د روزنیزې دورې غړې وه.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې پر انټرنټ د نورې نړۍ له خلکو سره تماس اسان شوی دی.

د دوی په باور د انټرنټي سایټونو له لارې د معلوماتو خپرېدو د خلکو د ذهن په بدلولو کې مهم رول لوبولی دی.

یوه افغانه فېسبوک کاروونکې مېرمن
یوه افغانه فېسبوک کاروونکې مېرمن

د روښنا حبیبي په وینا، د انټرنټي سایټونو لکه فېسبوک، ټوېټر او یوټیوب زیاتې استفادې د ښځو په اړه د نارینه و نظر تر یوه حده په ښه خوا بدل کړی او ښځو ته یې د خبرې کولو او نظر څرګندولو موقع ورکړې ده.

دواړو د انټرنټ له کمزورتیا شکایت وکړ او ویې ویل چې له محدودو کسانو پرته نورو خلکو ته د انټرنټ بیه ډېره ګرانه ده.

ملکه د کابل د خېرخانې مېنې اوسېدونکې ده.

هغه د کور ښځه ده او مېړه یې په یوه دولتي اداره کې کار کوي.

ملکه سواد نه لري.

هغه وايي، که یې سواد هم درلودلی، له انټرنټه یې کار نه شو اخیستلی.

د ملکې په وینا، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او دولتي معاشونه دومره نه دي چې خلک یې د انټرنټ لپاره مصرف کړي.

ملکې خپل مستعمل ټيليفون ته اشاره وکړه او ویې ویل: "دا هم چینايي دی، په کرېډېټ پسې یې نه رسېږم."

د مخابراتو د نړیوالې ادارې په راپور کې چې د نومبر په ۵مه خپور شو، ویل شوي چې سږکال په نړۍ کې څلور اعشاریه یو ميلیارد انسانان له انټرنټه کار اخلي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ودانۍ
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ودانۍ

په رپوټ کې ویل شوي چې په اروپا کې د انټرنټ کاروونکي ډېر او په افریقا کې کم دي.

دې نړیوالې ادارې ویلي چې د ودې په حال کې په هېوادونو کې د هغو ښځو شمېر کم شوی چې له انټرنټه کار اخلي.

خو په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د ښځو اقتصادي فقر، د سواد کموالی، په کلیوالي سیمو کې د انټرنټ کمزورتیا یا نشتوالی او ټولنیز محدودیتونه څو اساسي دلایل دي چې ډېرې ښځې په افغانستان کې له انټرنټه کار نه شي اخیستلی.

XS
SM
MD
LG