د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون: د درغلۍ په صورت کې به درملوګ عدلي بنسټونو ته معرفي شي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د درغلۍ په صورت کې به درملوګ کمپنۍ عدلي بنسټونو ته معرفي شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مسؤلین ټینګار کوي چې درملوګ کمپنۍ د خپل فعالیت جزیات د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره نه دي شریک کړي.

د دغه کمېسیون مرستیال دین محمد عظیمي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل: "درملوګ کمپنۍ باید د هغه قرار داد له مخې چې د انتخاباتو له کمېسیون سره یې لري او هغه ژمنه چې له سیاسي ګوندونو سره یې کړې، عمل پرې وکړي، که چېرې له درملوګه شکایت وشو او معلومه شي چې درغلي شوې او پاکې رأیې یې له ناپاکو رأیو نه دي بېلې کړي، زموږ له عینکو به عدلي او قضايي بنسټونو ته له معرفي کېدو لرې نه وي."

دغه کمېسیون وايي چې تراوسه د میزان د شپږمې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه له ۴۵۰۰ زرو زیات شکایتونه چې له دوی سره ثبت وو، رسیدنه ورته شوې ده.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په وینا، تراوسه د انتخاباتو کمېسیون یو شمېر ولایتي رئیسان او زورواکي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

اوس سوال دا دی چې ایا عدلي او قضايي بنسټونه د دې صلاحیت لري چې د درملوګ جرمنۍ کمپنۍ چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د خلکو د بایومټریک رأیو د تصفیې مسؤلیت لري، عدليي او قضايي تعقیب لاندې ونیول شي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې غړی وحید فرزه وایي: "له صلاحیتونو ناوړه استفاده، د قرارادونو له مخې د رأیو بدلون، لکه درملوک چې د هېواد د قوانینو د جزا کوډ د شپږم فصل له مخې د محاکمو له لوري د څېړنې او پلټنې لاندې نیول کېږي."

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې ژر تر ژره د محلونو د رأیو د بیا شمېرنې کارونه پيل کړي.

دغه کمېسیون ټینګار کوي چې د انتخاباتي مهالوېش نقض ورته نور د منلو وړ نه دی او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د عقرب په ۲۳مه د جمهوري ریاست انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG