د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۳۲

فارین پالېسي خپرونې د داعش رامنځته کېدو په اړه د توطئې تیورۍ ته کتنه کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې په افغانستان کې د داعش ډلې په اړه لیکنه خپره کړې ده. د مقالې په پیل کې راغلي چې څو کاله مخکې د شک دا تیوري خپره شوه چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې ملاتړ کوي.

خپرونه بیا لیکي چې په دې برخه کې د یوه نظر د ډلې تبلیغات نه‌و، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د روسیې حکومت او ګڼو پاکستانیانو په ټویټرونو کې دا تور پورې کړ.

په ۲۰۱۷ کال کې حامد کرزي داعش د متحده ایالاتو د لاس اله وبلله او بیا یې وروسته ادعا وکړه چې واشنګټن د دې ډلې حمایت د دې لپاره کوي چې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې خپل حضور ته توجیه پیدا کړي.

پروسږکال بیا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، د امریکا متحده ایالاتو داسې هلیکوپټر چې د امریکا نښې پرې نه‌شته دې ډلې ته وسلې لېږدوي.

فارین پالېسي بیا لیکي، په وروستیو میاشتو کې پاکستانیانو په ټویټر کې تور پورې کړ چې امریکایي ځواکونو په لنډو ورځو کې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي افغانستان ته انتقال کړی دی. البغدادي د اکټوبر په ۲۶مه په سوریه کې ووژل شو.

خپرونه زیاتوي چې دا نظر نوی نه‌دی. د ایران د مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي له سلاکارانو نیولې، د هند په بیهار ایالت کې د پوهنتون د محصلینو تر یوې ډلې پورې، دا تور پورې کړی دی چې داعش امریکا رامنځته کړی دی.

فارین پالېسي څرګندوي، په افغانستان کې دا نظریه پیاوړې ده، ځکه چې خلک دا پوښتنه کوي چې د اسلامي دولت خراسان ډله یا داعش د دې سربېره چې سخته ځپل شوې ده، لاهم پیاوړې ده او فعاله ده.

خپرونه بیا لیکي چې په افغانستان کې د داعش ریښې تر ۲۰۱۰ کال رسېږي، هغه وخت په قبایلي سیمو کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو له امله وسله‌والو ننګرهار ته مخه کړه.

د دغو کسانو اکثریت پاکستاني طالبان وو، بیا وروسته په ۲۰۱۵ کال کې اسلامي دولت ډلې په افغانستان کې خپل موجودیت اعلان کړ او له دې ډلې سره افغان طالبان او د مرکزي اسیا یو شمېر جهاديان یوځای شول.

د فارین پاليسي په باور د البغدادي وژل کېدل به په افغانستان کې د داعش وسله‌والو پر روحیې بې‌اغېز نه‌وي.

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې د افغانستان د اقتصاد په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. دا مقاله په سریلانکا کې د افغانستان سفیر اشرف حیدري لیکلې ده.

لیکوال لیکي، افغانستان د سارک یا جنوبي اسیا د همکارۍ د سازمان د یوه غړي په توګه هڅه کړې چې سیمه له اقتصادي پلوه یو موټې وساتي او په دې ډول په جنوبي اسیا کې تل‌پاتې پراختیا ته لار پرانیزي.

په مقاله کې وړاندې راغلي چې جنوبي اسیا د طبیعي زېرمو یوه شتمنه سیمه ده او د دې سیمې اقتصادي یووالی د شخړو او بحرانونو د مخنیوي یوازنۍ لاره ده.

لیکوال په اروپا، امریکا او افریقا کې د ورته تجربو مثالونه راوړي چې د ګډې اقتصادي سوداګرۍ له لارې یې تجارت پراختیا موندلې ده.

په سریلانکا کې د افغانستان سفیر دا هم لیکي چې هېواد یې پر امنیتي ننګونو سربېره چې پر دې هېواد تپل شوې دي، تل هڅه کړې ده چې په سیمه‌ییزه کچه اقتصادي همکارۍ پراخې کړې.

XS
SM
MD
LG