د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

"۹۱ کود ته یو میلیارد او ۷۲۰ میلیونه افغانۍ په غیر قانوني ډول ورلېږل شوي"


د قانون له مخې، ۹۱ کود یوازې د ولسمشر په واک کې ورکول کېږي چې له پیسو یې په بېړنیو حالاتو کې ګټه واخلي.
د قانون له مخې، ۹۱ کود یوازې د ولسمشر په واک کې ورکول کېږي چې له پیسو یې په بېړنیو حالاتو کې ګټه واخلي.

د ولسي جرګې مالي او بودجې کمېسیون وايي، ولسمشر او اجراییه ريیس ته ځانګړي شوي ۹۱ کود کې د پیسو تر خلاصېد وروسته، مالیې وزارت دغه کود ته یو میلیارد او ۷۲۰ میلیونه افغانۍ په خپلسري ډول اضافه کړي دي.

د مالیې سرپرست وزیر منلې چې له نورو ادرسونو یې ۹۱ کود ته پیسې ورلېږلي، خو په دې اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

د ۱۳۹۷ لمریز کال په اوږدو کې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه ريیس عبدالله عبدالله لپاره د ۹۱ کود په چوکاټ کې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون افغانۍ د ملي بودجې په سند کې تصویب شوې.

خو ازادي راډیو ته رسېدلي معلومات ښيي چې له دې پیسو سربېره، نورې یو میلیارد او ۷۲۰ میلیونه افغانۍ هم د مالیې وزارت له‌خوا همدې کود ته استول شوي او لګول شوي دي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون ريیس محمد عظیم محسني د دوشنبې په ورځ (عقرب ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل، دا پیسې مالیې وزارت په خپلسري ډول د دولت له نورو کودونو د ولسمشر او اجراییه ريیس په واک کې ورکړي دي.

"له ۹۱ کود څخه ولسمشر او اجراییه ريیس ګټه اخلي. دې پیسو ته یو میلیارد او ۷۲۰ میلیونه افغانۍ اضافه ورلېږل شوي. دا له قانون او د بودجې له اصولو خلاف عمل و چې د افغانستان په تاریخ کې نه دی شوی."

د قانون له مخې، ۹۱ کود یوازې د ولسمشر په واک کې ورکول کېږي چې له پیسو یې په بېړنیو حالاتو کې ګټه واخلي.

مشرانو جرګه هم وايي، دوی ته ورسېدلي شکایتونه ښيي چې ولسمشر ته په ځانګړي شوي ۹۱ کود کې ټولې پیسې لګول شوې دي.

د دې جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشر زلمي زابلي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي پرون ومنله چې له نورو دولتي کودونو یې د ولسمشر لپاره ځانګړې شوي کود کې پیسې زیاتې کړي، خو په دې اړه یې وضاحت ور نه کړ.

هغه زیاته کړه: "په ۹۱ کود کې پیسې له وړاندې خلاصې شوې دي، له نورو کودونو ورته د مالیې سرپرست وزیر پیسې ور لېږدولي دي. د مالیې سرپرست وزیر پرون موږ ته ومنله چې پیسې موږ ورته لېږدولي، خو دا کود اوس یوازې په ولسمشر پورې اړه نه لري، بلکې اجراییه ریاست هم په کې شریک دی."

د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي پرون د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ته غوښتل شوی و، څو په دې وزارت کې د فساد د ادعاوو، د افغانستان امریکايي پوهنتون د تړون، د اروپايي ټولنې او انګلستان سفارت د دولتي ملکیتونو، او پر یوه خصوصي پوهنتون د سیلو د یوې برخې پلورلو په اړه ځواب ووايي.

د افغانستان مالیې وزارت اوس په دې اړه معلومات نه ورکوي، خو پرون د یک‌شنبې په ورځ د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي د مشرانو جرګې د شکایت اورېدو کمېسیون په غونډه کې ویلي چې په ۱۳۹۸ لمریز کال یې د ۹۱ کود لپاره ځانګړې شوې بودجه پنځوس سلنه کمه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست په دې اړه څه ویلو ته نه حاضرېږي.

د مشرانو جرګې د مالي او بودجې کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې هم د ۹۱ کود په چوکاټ کې د ولسمشر لپاره یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي دي.

XS
SM
MD
LG