د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د افغانستان او وېسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې تمریناتي لوبه کوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن په یوه تمریني لوبه کې د وېسټ انډیز له لوبډلې سره مخ کېږي.

د دوی لوبه د هند په لکنهو لوبغالي کې ترسره کېږي.

تمه ده د افغانستان او وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې خپلې درې رسمي یو ورځنۍ لوبې د نومبر له شپږمې یعنې له چهارشنبې پیل کړي او بیا به درې ۲۰ اوریزې او یوه ټېسټ لوبه هم کوي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان پرون په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د وېسټ انډیز پر وړاندې دې لوی سیریز ته ټول چمتووالی لري او د لوبو پیل ته سخت انتظار باسي.

XS
SM
MD
LG