د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

مانافورټ: د ډموکراتانو د کمپيوټرونو پر سرورونو روسيې نه، اوکراين برید کړی و


د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاين پخوانی مشر پاول مانافورټ
د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاين پخوانی مشر پاول مانافورټ

د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاين پخواني مشر خپله پخوانۍ خبره بيا تکرار کړې چې د ډموکراتانو د کمپيوټرونو پر سرورونو روسيې نه، بلکې اوکراين انټرنټي حمله کړې وه.

پاول مانافورټ دا خبره په ٢٠١٦ میلادي کال کې هم کړې وه.

د نویو اسنادو له مخې د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاين پخواني مشر يو وار بيا ويلي چې د ډموکراتانو د ملي کمېټې د کمپيوټرونو سرور روسيې نه، بلکې اوکراين هک کړى و.

پاول مانافورټ دا خبره د ٢٠١٦ میلادي کال په دوبي کې هم کړې وه.

د تازه اسنادو له مخې چې پرون خپاره شوي، د ولسمشر ټرمپ د کمپاين مرستيال مدير رېک ګېټس د مانافورټ د دغې تيورۍ په اړه د امريکا د تحقيقاتو فډرال ادارې يا (FBI) ته په خپلو مرکو کې معلومات ورکړي وو.

دغه مرکې د پخواني ځانګړي څارنوال رابرټ مولر د تحقيقاتو په لړ کې شوي دي.

رابرټ مولر
رابرټ مولر

مولر د امريکا د ٢٠١٦ میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه څېړنه کړې ده.

د امريکا عدليې وزارت د مولر د څېړنو په اړه د مرکو، ايمېلونو او نورو اسنادو دغه خلاصه په ٥٠٠ مخونو کې خپره کړې ده.

دغه نوي معلومات د دې ښکارندویي کوي چې د ټرمپ په ټيم کې دننه او له ټيمه بهر خلکو ډېر مخکې د اوکراین د رول په اړه نظر ورکړى و.

داسې ښکاري چې دغه نوي خپاره شوي معلومات ښايي د مولر نوې بشپړه شوې پلټنه او د استازو جرګې هغه هڅې سره وتړي چې د ولسمشر ټرمپ د استيضاح کولو پر څېړنې پيل شوي دي.

د استازو جرګه کې ډموکراتان اکثريت دي.

ځانګړي څارنوال رابرت مولر په خپل راپور کې چې په اپرېل مياشت کې خپور شو، دا نتيجه وړاندې کړې چې روسيې د ډونالد ټرمپ په ګټه د امريکا د ٢٠١٦ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو د منحرف کولو لپاره پراخه او سېستماتيکه هڅه کړې وه.

راپور وايي، په دې لړ کې د غلطو معلوماتو خپرولو لپاره د ډموکرات ګوند د چارواکو له هک شويو ايمېلونو او ټولنيزو رسنيو استفاده شوې ده.

مسکو د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنې ادعا رد کړې ده، ولسمشر ټرمپ هم ويلي چې له روسانو سره يې کوم ډول جوړجاړى نه و کړى.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

که څه هم ولسمشر ټرمپ له مسکو سره د اړيکو ښه کولو په اړه خبرې کړي او د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين يې ستايلى، خو واشنګټن بيا هم د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو په کمپاين کې د روسيې د لاسوهنې د ادعاوو په تړاو پر مسکو يو لړ بنديزونه لګولي دي.

اوس چې ولسمشر ټرمپ واک ته رسېدلى او دا نظريه وړاندې کېږي، چې د روسيې په نسبت اوکراين د امريکا په انتخاباتو کې زيات دخيل و، ښايي د ولسمشر ټرمپ د استيضاح لپاره له څېړنو سره نوره مرسته هم وکړي.

ډموکراتانو ټرمپ تورن کړى چې له اوکراين څخه يې غوښتنه کړې د ډموکرات ګوند د کانديد جو بايډن او د هغه د زوى هنټر په اړه چې په اوکراين کې يې تجارتونه درلودل، پلټنه وکړي.

ډموکراتان وايي، ولسمشر ټرمپ خبردارى ورکړى چې د پلټنې نه کولو په صورت کې به پر اوکراين تصويب شوې پوځي مرسته ځنډوي.

ډونالد ټرمپ ويلي چې د اوکراين په مسئله کې يې کوم غلط اقدام نه دى کړى.

هغه د استيضاح پروسه او د مولر تحقيقات د خندا وړ بللي دي.

XS
SM
MD
LG