د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د ټاکنو کمېسیون په ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې بهیر پیلوي


ارشیف
ارشیف

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سبا په ولایتونو کې د رأیې بیا شمېرنې بهیر پیلوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د درملوګ کمپنۍ له خوا د معتبرو رایو د کره شمېرې له ورکړې وروسته، اوس دا کمېسیون په ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیلوي.

د دې کمېسیون یوې غړې رحیمې ظریفي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې به د رایو بیا شمېرنه او تر خوا یې د تفتیش بهیر د دوشنبې په ورځ په عملي ډول پیل شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې رحیمه ظریفي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې رحیمه ظریفي

هغې وویل: "نن ولایتونو ته زموږ د کار کوونکو سفر پیلېږي او سبا په ولایتونو کې د رایې شمېرنې بهیر د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره په مشوره، هغه محلونه او مرکزونه چې بیا شمېرنې او تفتیش ته یې اړتیا ده، باید دا پروسه پرې عملي شي."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته پرون درملوګ کمپنۍ یو میلیون، اته سوه او ۴۳ زره بایومټریک رایې په نښه کړي چې معتبرې دي او همدا ډول په دې شمېرو کې ۸۶ زره نورې بې باوره رأیې ګڼل شوې دي.

اوس کمېسیون وايي، د هغو رایه ورکوونکو په اړه د وروستیو معلوماتو په راټولولو بوخت دي چې درملوګ شرکت له خوا دوی ته په ورکړل شوي راپور کې په نښه شوي دي او د دې جمع بندیو وروستۍ پایلې به تر درېیو نورو ورځو پورې له خلکو سره شریکې کړي.

بل لورته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د دوی له خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د ۱۸۰۰ محلونو اسناد ورسپارل شوي چې رایې یې باید له سره وشمېرل وشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټولو ولایتونو کې د تفتیش او بیا شمېرنې د بهیر د بشپړولو لپاره درې ورځې په پام کې نیولي دي.

خو آیا کمېسیون کولی شي چې دا بهیر په همدومره موده کې بشپړ کړي؟

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که چېرې وضعیت سم مدیریت نه شي، د هوا د خرابوالي، د سفرونو ځنډ او تر خوا یې د بېرته راتګ په برخه کې پلمې ولټول شي، بیا به کمېسیون و نه شي کولی د عقرب په ۲۳مه لومړنۍ پایلې اعلان کړي."

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دوه ځلې د لومړنیو پایلو اعلان ځنډولی او طرزالعمل یې مات کړی دی.

د کمیسیون تر ټولو ورستۍ ژمنه دا ده چې، لومړنۍ پایلې به د عقرب په ۲۳مه نېټه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG