د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۷

پامپیو: د عراق حکومت باید د عراقي اعتراض کوونکو مشروع غوښتنې واوري


د عراق اعتراض کوونکي
د عراق اعتراض کوونکي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د عراق حکومت باید د لسګونو زرو عراقي اعتراض کوونکو مشروع غوښتنې واوري.

ښاغلي پامپیو ویلي: "متحده ایالات به د عراق د حکومت د ټولو هغو جدي هڅو ملاتړ وکړي چې په عراقي ټولنه کې موجودې ستونزې هوارې کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې د پامپیو له قوله پر دې ټینګار شوی چې بغداد باید د هغو زرګونو کسانو مشروع غوښتنو ته غوږ کېږدي چې د خپل اواز د پورته کولو په خاطر سړکونو ته راوتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

تر اوسه پورې د عراق د حکومت پر ضد دې اعتراضونو کې د تاوتریخوالي له کبله لږ تر لږه ۲۵۵ کسان وژل شوي دي.

اعتراض کوونکي اداري فساد، بېکارۍ، د لومړنیو خدمتونو نشتوالي او د عراق په چارو کې د ایران لاسوهنې غوصه کړي دي.

دا مظاهرې چې د څو اوونیو راهېسې روانې دي، د جمعې په ورځ یې په ترڅ کې لسګونه زره عراقیان د بغداد په مرکز کې راټول شوي وو.

دغلته لږترلږ ۳۵۰ کسان هغه مهال ټپیان شول چې پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي ګولۍ وکارولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ټولو خواوو غوښتي چې له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي او زیاته کړې یې ده چې عراقي وګړي د رښتیني انصاف او حساب ورکولو مستحق دي.

د پامپیو په وینا، د اکټوبر په پیل کې د شوي تاوتریخوالي په اړه د حکومت څېړنې کافي اعتبار نه درلود.

د عراق د اعتراض کوونکو یو انځور
د عراق د اعتراض کوونکو یو انځور

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، د عراق د ولسمشر بهرام صالح وروستي اقدامات چې د بیان او رسنیو پر ازادۍ "جدي محدویتونه" لګوي، باید نرم شي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په بغداد کې امنیتي ځواکونو د پوځي کچې اوښکې بهوونکي ګاز لاسي لرونکي بمونه پر ګڼه ګوڼه ورغورځولي دي چې د شدیدو ټپونو سبب شوي.

د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، د اعتراضونو د یوې څپې پر مهال نښه ویشتونکو اعتراض کوونکي پر سر او سینو په ډزو ویشتلي چې تر یوې اوونۍ په کمه موده کې یې په ترڅ کې ۱۵۰ کسان وژل شوي.

د راپورونو له مخې، په دې اعتراضونو کې تر ۱۲زرو زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

په اکټوبر میاشت کې عراقي پوځ ومنله چې د اعتراضونو د پیل پر مهال یې له حده زیات ځواک کارولی او دا یې هم وویل چې د هغو قومانده ورکوونکو افسرانو سره به حساب کتاب وکړي چې ناسم اقدامات یې کړي دي.

د عراق ولسمشر برهام صالح تر دې مخکې د معترضانو په وړاندې تاوتریخوالی غندلی او د اکټوبر په اوومه نېټه یې په تلویزیوني وینا کې د اداري فساد او خلکو ته د کار د ښو فرصتونو د پیدا کولو په برخو کې د یو لړ تدابیرو اعلان وکړ، خو دې اعلان اعتراض کوونکي قانع نه کړی شول.

د عراق ولسمشر برهام صالح
د عراق ولسمشر برهام صالح

اعتراضونه تر ډېره په بغداد او د عراق په جنوبي شیعه مېشتو سیمو کې متمرکز دي.

د ټولنیزو رسنیو د عراقي کاروونکو ترمنځ هغه ویډیو هم لاس په لاس کېږي چې عراقي اعتراض کوونکي په کې له هغو بنرونو سره ښکاري چې په کې د ایران د ستر مشر ایت الله علي خامنه يي او د ایران د قدس ځواک د مشر جنرال قاسم سلیمانخېل پر عکسونو سرې کرښې راښکل شوي دي.

عراق کې ۲۰۰۳ میلادي کال کې د صدام حسین د رژیم له نسکورېدو وروسته چې د امریکا د برید پایله کې یې رژیم ونړېد، په دې هېواد کې د ایران نفوذ پراخ شوی دی.

په عین حال کې امریکا متحده ایالات اوس هم د عراق حکومت ته مالي، پوځي او سیاسي مرسته برابروي.

بغداد هڅه کوي چې له امریکا او ایران دواړو سره د اړیکو توازن وساتي.

XS
SM
MD
LG