د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

عبدالله د روسیې له صدراعظم سره د سولې، ترورېزم او انتخاباتو په اړه غږېدلی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د روسیې صدراعظم دمتري مدودف
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د روسیې صدراعظم دمتري مدودف

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس ویلي چې د روسیې له صدراعظم سره یې د افغانستان پر سوله، له ترورېزم سره پر مبارزه او انتخاباتو خبرې کړي دي.

عبدالله عبدالله پرون د نومبر په لومړۍ دا معلومات پر ټوېټر خپاره کړي دي.

هغه له دمتري مدودُف سره خبرې اغېزمنې بللي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

دمتري مدودُف او عبدالله عبدالله د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان تللي دي.

دواړو پرون د دې غونډې په څنډه کې سره لیدلي دي.

د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس په حواله، هغوی په افغانستان کې پر وضعیت غږېدلي دي.

مدودُف تاس ته ویلي: "موږ ښه موقع درلوده چې په افغانستان کې پر پرمختګونو خبرې وکړو."

د روسیې صدراعظم دمتري مدودف
د روسیې صدراعظم دمتري مدودف

د روسیې صدراعظم اشاره کړې چې افغانستان د سیمې د امنیت په ټینګولو کې مهم رول لوبوي او ویلي یې دي چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.

د تاس خبري اژانس په حواله، عبدالله عبدالله هم د روسیې صدراعظم ته په خپل هېواد کې د وروستیو سیاسي پرمختګونو معلومات ورکړي او له هغه یې مننه کړې چې د کتنې او خبرو موقع یې ورکړې ده.

مسکو د اکټوبر په ۲۵مه د افغانستان د سولې په اړه د خبرو لپاره د امریکا، چین او پاکستان د استازو کوربه و.

د تاس په حواله، په هغه څلور اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې د سولې د پروسې پر بیا پیل خبرې شوې وې.

د یادونې وړ ده چې مسکو د سپټمبر په ۱۳مه په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی خبرو ته ور بللی و.

دې غونډو ته د افغانستان د حکومت استازي نه وو ورغلي.

خو عبدالله د روسیې له صدراعظمه مننه کړې چې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

هغه همدا راز د روسیې صدراعظم ته د جمهوري ریاست د ټاکنو په اړه د معلوماتو ترڅنګ ډاډ ورکړی چې پایلې به یې د مسکو او کابل پر اړیکو بې اغېزې وي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

تاس د عبدالله په حواله لیکلي چې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې به ښايي په څو ورځو یا اوونيو کې څرګندې شي، خو پایلې یې چې هر څه وي، د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ فضا ټینګه وي.

ازبکستان دا وار په نوبتي ډول د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو د غونډې کوربه و.

روسیه، چین، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا جمهوریتونه د دې سازمان دایمي غړي دي.

خو افغانستان، ایران، منګولیا او بیلاروس د څارونکو په توګه منل شوي دي.

عبدالله عبدالله به د شانګهای د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وینا هم وکړي.

XS
SM
MD
LG