د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

د کابل برېښنا وصل شوه؛ "ماماتي" د یوه کال زندان په انتظار


د برېښنا ویجاړه شوې ستنه له جوړېدو وروسته
د برېښنا ویجاړه شوې ستنه له جوړېدو وروسته

د کابل او لس نورو ولایتونو برېښنا بېرته ونښول شوه.

تېره شپه د برېښنا شرکت فني کارکوونکي وتوانېدل چې له شل ورځني کار وروسته کابل ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا دوه پرې سرکټونه ونښلوي.

د برښنا شرکت رئیس امان الله غالب د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ازبکستان د وارداتي برېښنا د ویجاړو شویو ستنو او دوو سرکټونو پر ترمیمولو څه باندی لس میلیونه افغانۍ لګېدلي دي.

ښاغلي غالب له لویې څارنوالۍ غواړي چې د دې پېښې عاملین په علني توګه مجازات کړي.

د برښنا شرکت رئیس امان الله غالب
د برښنا شرکت رئیس امان الله غالب

ده وویل: "د وردګو په ساحه او هم په سالنګ کې داسی کسان وو چې د برېښنا مزي یې پرې کول، دوی ونیول شول، دغه کسان باید ډېر ژر په علني توګه مجازات شي چې نورو ته عبرت وګرځي."

کابو شل ورځې مخکې غیر مسؤلو وسله والو په پروان ولایت کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا ستنې د سالنګ په سیمه کې په چاودېدونکو موادو ویجاړې کړې.

د برېښنا شرکت رئیس وايي، دغو کسانو د دوی د مشر چې د "د سالنګ په ماماتي" مشهور دی، له دغه شرکته سل زره ډالر غوښتي وو.

دل اغا چې د سالنګ په ماماتي مشهور دی، له دوو کسانو سره د ملي امنیت د عمومي ریاست له خوا په سالنګ کې د برېښنا د ستنو د ویجاړولو په تور نیول شوی دی.

د دغه ریاست د یوې سرچینې په خبره، د دغو نیول شویو دوسیه به ډېر ژر لویې څارنوالۍ ته ولېږل شي.

په افغانستان کې د برېښنا د ستنو ویجاړول نوې خبره نه ده.

د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تراوسه د کابل، غزني او کندهار ولایتونو ته د وارداتي برېښنا ستنې په سلو مواردو کې زیانمنې شوي دي.

د دغو پېښو لاملونه جنګ او د دولت وسله وال مخالفین ښودل شوي دي.

د برېښنا د یوې ویجاړې شوې ستنې انځور
د برېښنا د یوې ویجاړې شوې ستنې انځور

افغان حقوق پوهان وايي، د افغانستان د جزا د کود له مخې د برېښنا د ستنو ویجاړول جرم دی او عدلي او قضايي ارګانونه باید له تورنو سره قانوني چلند وکړي.

وحید فرزه‌یي وايي: "د افغانستان د جزا د کود په ۳۶۸مه ماده کې د عامه ملکیتونو د ویجاړولو پر وړاندې د حبس اکثر حد یو کال پېش بیني شوی، خو په ۱۴مه ماده کې د زیان د جبران په ورکولو هم حکم شوی دی."

د کابل اوسېدونکي چې شل ورځې یې د برېښنا به پرچاوۍ کې تېرې کړي، وايي چې د برېښنا د ستنو له ویجاړوونکو سره باید جدي چلند وشي.

د دوی له ډلې ګل افغان او محمد امین وايي:

"هر څوک چې د برېښنا د ستنو په ویجاړولو کې ښکېل وي، که مماتي وي او که طالب، باید قانوني چلند ورسره وشي."

"درې اوونۍ مو برېښنا نه لرله، له ستونزو سره مخ وو، ټيلیفونونو چارچ نه درلود، څوک چې د برېښنا ستنې له منځه وړي، باید شدیده جزا وویني چې نورو ته پند شي."

که څه هم د افغانستان د برېښنا شرکت د برېښنا د ستنو د ویجاړولو د مخنیوي لپاره د امنتیي ځواکونو په مرسته تدابیر نیولي، خو د یاد شرکت رئيس امان الله غالب وايي، د برېښنا د ستنو په ساتنه کې د خلکو همکاري ضروري ده.

XS
SM
MD
LG