د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۰۵

د هند تر ولکې لاندې کشمیر په موقف کې د اکتوبر له ۳۱مې وروسته بدلونونه


هندي ځواکونه د کشمیر په سرېنګر کې

د هند تر ولکې لاندې کشمیر په موقف کې د اکتوبر له ۳۱مې نېټې وروسته بدلون راغلی دی.

د کشمیر په برخه کې د صدراعظم نریندرا مودي د حکومت له نویو مقرراتو سره سم دا سیمه په لومړي ګام کې په دوو اداري واحدونو وېشل کېږي جمو کشمیر او لداخ.

پخوا تر دې دا ټوله کورواکې سیمه د جمو او کشمیر په نوم یادېده چې خپل سیمه ییز پارلمان یې درلود او والي یا ګورنر او اعلی وزیر به اداره کوله.

په جمو کې تر ډېره هندوان او په لداخ کې اکثریت بودایان اوسي، خو په کشمیر کې ډېری مسلمانان دېره دي.

د کشمیر په سرینګر کې مسلمان کوچنیان
د کشمیر په سرینګر کې مسلمان کوچنیان

اوس به دا سیمه په دوو برخو وېشل کېږي چې یوه به یې جمو او کشمیر او بله به یې لداخ وي او هره یوه به خپل نایب الحکومه لري.

د پنجشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د جي سي مورمو په نوم د نوې ډيلي له خوا ټاکل شوی نایب الحکومه جمو او کشمیر ته ورسېد او په کار یې پیل وکړ.

د نویو بدلونونو له عملي کېدو سره لومړنی توپیر چې مخې ته راځي، د کشمیر بیرغ او اساسي قانون دي چې د نویو قوانینو له مخې له منځه تللي دي، خو تر ټولو لوی بدلون چې د دې سیمې خلک یې اندېښنمن کړي، د ځمکې وېش دی.

تر دې دمه له جمو او کشمیر څخه وتلو خلکو نشوای کولی چې په دې سیمه کې ځمکې واخلي، یا لوی تجارتونه وکړي، خو اوس هر هندوستانی کولی شي چې کشمیر ته ولاړ شي او هلته ژوند وکړي چې البته دا کار ښايي د سیمې د وګړو په جوړښت یا ډیموګرافۍ کې هم بدلون راولي.

د کشمیر پخوانی قاضي حسنین مسعودي چې دا مهال په پارلمان کې غړیتوب لري، وايي چې د پنجشنبې له ورځې د کشمیر په هر څه کې بدلون راغی او د دې سیمې موقف له ایالت څخه ښار ته راولوېد.

مسعودي وايي چې دا اقدام غیر ډموکراتیک او له قانون سره په تضاد کې دی.

د نوموړي په وینا، د سیمې خلکو ته سخت سپکاوی شوی، ځکه هېڅ راز مشوره نه ده ورسره شوې.

هندي چارواکو حتی سیمه ییزه راډیو چې د کشمیر سرېنګر راډیو په نوم یادېدله، د آل انډیا سرینګر په نوم نومولې، په داسې حال کې چې دا راډیو حتی په ۱۹۴۷ کال کې له برتانوي استعمار څخه د هند تر خپلواکۍ مخکې د سرینګر د راډیو په نوم یادېدله.

د سرېنګر یو انځور
د سرېنګر یو انځور

په هندي کشمیر کې له لویو بدلونونو مخکې د جمو او کشمیر ۱۲ نیم میلیونه وګړو د انټرنټ، موبایل ټيليفونونو او کېبل ټلویزیون خدمات نه درلودل او ورسره دوکانونه او ښوونځي هم بند وو چې دې کار خلکو ته له رواني پلوه لویه ضربه ورکړه.

د اګست په لومړیو کې چې پارلمان د کشمیر د کورواکۍ په موقف کې بدلون تصویب کړ، د راپورونو له مخې لږترلږه ۱۴ زره کسان چې اکثر ځوانان وو، توقیف شول او په سیمه کې سخت امنیتي تدابیر ټینګ شوي چې البته له دې ډلې شااوخوا درې زره کسان وروسته بیا خوشې شول.

اوس د کشمیر خلک یوازې یو امېد لري؛ هغه دا چې د هند ستره محکمه د نوامبر په لومړیو کې د پارلمان له خوا د اساسي قانون د ۳۷۰مې مادې د لغوه کېدو د پرېکړې په اړه بحث په پام کې لري.

کشمیر ته ځانګړی موقف د همدې مادې له مخې ورکړل شوی و.

د دې بحثونو نتیجه به په څو میاشتو کې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG