د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

"د سي ای اې له ملاتړه برخمنو افغان ملېشه ځواکونو له بشري حقونو سرغړونې کړي"


د بشر حقونو د څار د نړیوالې ډلې نښان
د بشر حقونو د څار د نړیوالې ډلې نښان

د بشر حقونو د څار نړیواله ډله وايي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو له ملاتړه برخمن افغان وسله والو ځواکونو ځانګړې قطعې د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لري.

دغه ډله وايي، د سي ای اې له ملاتړه برخمنو افغان ملېشه ځواکونو له بشري حقونو سرغړونې کړي او په ځینو مواردو کې تر جنګي جنایته پورې رسېدلي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په خپل راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ، د دغو قطعو د منحل کېدو غوښتنه کړې.

د دغه سازمان د اسیا برخې مسؤلې، پټریشیا ګاسمن ویلي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د سي آی اې له ملاتړه د دغو برخمنو ځواکونو ۱۴ قضیې څېړلي دي.

دې وویل: "دوه کاله دمخه کله چې ما د هوایي بمباریو په تړاو څېړنه کوله او په دی تړاو مې له ګڼو خلکو سره خبری کړی وی، یو کس ما ته راغی او د یوی ډیری بی رحمه او له غمه ډکې پیښی په اړه یی راته کیسه وکړه. له هغه مهاله زه په دی پوه شوم چې هوایی بمباری ډیری شوی او له دغو بمباریو څخه زیانمن خلک ډیر کړیدلی او د تیښتی لار ځینی ورکه ده. له څنګه چې موږ په راپور کې هم لیکلی، دغه کس راته وویل چې نیمه شپه پوځیان راغلل او څو کسان یی وویشتل او څو تنه نور یی ژوندی یوړل، خو موږ ته یی ونه ویل چې دا کسان یی ولی ویشتل."

د بشري حقونو د څارسازمان هیومان رایټس واچ په دغه راپور کې چې نن یې خپور کړی، د افغانستان له حکومته غوښتي چې سمدستې دغه ټولې دولت پلوې ملېشه ډلې چې د افغانستان د پوځي قوماندانۍ له چوکاټه بهر فعالیت کوي، منحل کړي.

هیومان رایټس واچ دغه راز له افغان حکومته غواړي چي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د سرغړونو د ادعاوو په اړه بې پرې څیړنه وکړي او عاملین یې د جنګي جنایتونو او جدي سرغړونو په خاطرمحاکمه کړي.

د بشري حقونو د څارسازمان چې دفتر یې په امریکا کې دی، دغه راز د متحدو ایالتونو او د افغانستان له حکومتونو دواړو دا هم غوښتي چې د جنګي جنایتونو او د بشري حقونو د نورو سرغړونو د ټولو ادعاوو په اړه له خپلواکې څیړنې سره همکاري وکړي.

د بشري حقونو دغه ډله دغه راز وایي چې د امریکا حکومت ته پکارده چې د هرهغه امریکایي پوځي په اړه چې په دا ډول سرغړونو کې لاس لري، څیړنه وکړي او هم د هغو افغان ځواکونو له ملاتړه لاس واخلي چې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو مسول دي.

په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو له خوا په دې وروستیو کې عملیات زیات شوي چې اکثره وختونه پکې ولسي وګړو ته پکې د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه ورکول شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې پرچارو د امریکاد څارادارې سیګارویلي چې افغان ځانګړیو ځواکونو د روان کال له جنوري د سپټمبرترمیاشتې پورې له دونیم زرو زیات ځمکني عملیات کړي چې دا د تیرکال له ټولو عملیاتو چې شمیریې ۲۳۶۵ ته رسیده، زیات دي.

په راپور کې د صفر، یو صفر دوه، صفر درې، صفر څلور په نوم ځانګړې قطعې، د کندهار یرغلیز ځواک، خوست کمپاین چې په ښکاره د ملي امنیت ریاست په چوکاټ کې فعالیت لري، خو د څار ډله وايي، چې د دغو ځواکونو مدیریت د امریکا استخباراتي ادارې په لاس کې دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سي آی اې ویندوی ټیموتي باریټ د بشري حقونو د څار د ډلې د راپور په غبرګون کې ویلي چې دوی له قانون سره سم او د بشپړې څارنې د سیستم مطابق عملیات کوي.

دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې له دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د یادوځانګړو قطعو د عملیاتو پر مهال د ملکیانو و ژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې دغه راپور یې ترلاسه کړی او څېړي یې.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې وايي، چې راپور کې د حقایقو ترڅنګ ځینې تېروتنې هم شته.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل

"د بشري حقونو د څار سازمان راپور موږ ته رسېدلی، په راپور کې د راغلي هر مورد په اړه موږ په خپل وخت اقدمات کړي او واضح موقفونه مو نیولي، د راغلو موضوعاتو په اړه اصلاحي پروګرامونه هم روان دي، په راپور کې ځینې حقایق هم نشر شوي، تر څنګ یې ځینې تېروتنې هم شته، موږ به د راپور هره برخه هر مورد، ټکی په ټکی او بند په بند وارزو او د خپلو ارزونو په رڼا کې به مفصل ځواب ورکړو."

خو اوس پوښتنه داده چې ایا افغان حکومت د دغه ځانګړو قطعو د منحل صلاحیت لري کنه؟

د پوځي چارو کارپوه باري عارض دغه پوښتنه داسې ځوابوي: "افغان حکومت په یوازې توګه نه شي کولی چې دغه تشکیلات منحل کړي، باید داسې مسایل افغان حکومت او امریکا په ګډه وارزوي او په اړه یې تصمیم ونیسي."

دا لومړی ځل نه دی چې په دې اړه د بشرحقونو د څار ډله اندېښنه ښکاره کوي، بلکې له دې وړاندې د بشري حقونو د څار یو شمېر افغاني سازمانونو هم بیا بیا اندېښنې ښودلې وې.

XS
SM
MD
LG