د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د ټاکنو کمیسیون د ډیجیټال سنټر مهرولاک ماتېدل؛ 'د تورنو کسانو دوسیه ناڅرګنده ده'


د ټاکنو کمېسیون ځیني کارکوونکي او د پولیسو سرتېري د میزان په ۲۸مه ماښام ناوخته د هغې ودانۍ د دهلېز مهرولاک مات کړ او ورننوتل چې د ډیجیټالي معلوماتو مرکز یې په دوهم پوړ کې دی.
د ټاکنو کمېسیون ځیني کارکوونکي او د پولیسو سرتېري د میزان په ۲۸مه ماښام ناوخته د هغې ودانۍ د دهلېز مهرولاک مات کړ او ورننوتل چې د ډیجیټالي معلوماتو مرکز یې په دوهم پوړ کې دی.

د هغو اسنادو له مخې چې ازادي راډیو ته رسېدلي، په انتخاباتو کمېسیون کې د درېیو مسؤلو کسانو دوسیه څلور ورځې مخکې څارنوالۍ ته لېږل شوې، خو دغه اداره وايي، د یادو دوسیو په اړه اطلاع نه‌لري.

د میزان په ۲۸مه د ټاکنو کمېسیون د ډیجیټال سنټر مهرولاک ماتېدو دوه ورځې د دغه کمېسیون کارونه وځنډول. تر دې پېښې وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو کمېسیون له ځینو چارواکو سره د قانوني چلند غوښتنه وکړه.

له دغه جنجال وروسته د انتخاباتو کمېسیون د موضوع د ارزونې په هدف، د دوو کمېشنرانو په مشرۍ یو پلاوی وګماره چې له څو ورځو ارزونو وروسته‌یې په نهو پاڼو کې یو راپور خپور کړ.

که څه هم په دغه راپور کې راغلي چې رأیو او حساسو موادو کې لاسوهنه نه‌ده شوې، خو د کمېسیون د ډیجیټالي معلوماتو د مرکز د مهرولاک ماتولو له امله درې کسان لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول.

په دوی کې د کمېسیون د دارالانشاء امنیتي سلاکار حمید احمدزی، د کمېسیون د غیر نظامي ساتونکو مسؤل لطف‌الرحمن او د پولیسو مأمور سید اصغر شامل دي چې تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي.

دغه راپور د لړم/ عقرب په څلورمه له یوه لیک سره د انتخاباتو کمېسیون د رئیسې حوا علم نورستانۍ په لاسلیک، لویې څارنوالۍ ته ولېږل شو.

د ډیجیټالي معلوماتو مرکز د دهلېز مهرولاک ماتولو له امله د ټاکنو کمېسیون د عقرب/لړم په څلورمه، درې کسان لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل.
د ډیجیټالي معلوماتو مرکز د دهلېز مهرولاک ماتولو له امله د ټاکنو کمېسیون د عقرب/لړم په څلورمه، درې کسان لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل.

د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح‌الله سادات ازادي راډیو ته وویل، "دوی ټول موارد وارزول او چا چې په دنده کې غفلت کړی و، د هغو په اړه‌یې هم تصمیم ونیوه او د عقرب په څلورمه‌یې یو مکتوب لویې څارنوالۍ ته واستاوه."

خو لویې څارنوالۍ د دغه مکتوب له لېږل کېدو څلور ورځې وروسته، د دغې ادارې چارواکي وايي، دوی ته د سې شنبې (۱۳۹۸ کال د لړم ۰۷) تر پایه داسې کوم مکتوب نه‌دی رسېدلی.

د لویې څارنوالۍ د اطلاعاتو او اړیکو رئیس عبدالقهار فرخ سیر ازادي راډیو ته وویل: "دغه دوسیه تر اوسه پورې موږ ته نه‌ده رسېدلې. وبه وینو چې جزئیات‌یې څه دي. څو کسان دي او تورونه پر چا دي."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټیم وايي، په دې برخه کې نه‌پرمختګ دوی اندېښمن کړي.

د دغه ټیم یوه غړي نور الرحمان اخلاقي ازادي راډیو ته وویل، د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ډیجیټالي معلوماتو مرکز د مهرولاک ماتېدو د ځای او وخت وېډیو دوی ته نه‌ده سپارلې او "څارنوالۍ ته د تورنو کسانو د دوسیې نه‌رسېدل د اندېښنې وړ ده."

"موږ توافق وکړ چې [د ټاکنو کمېسیون] کار باید دوام وکړي او ارزیابي دې هم روانه وي. په دواړو مواردو کې کوچنی پرمختګ هم نه‌دی شوی."

دغه جنجال وروسته له هغه پیل شو چې د ټاکنو کمېسیون ځیني کارکوونکي او د پولیسو د ځانګړو ځواکونو ځیني سرتېري د میزان په ۲۸مه د شپې شااوخوا ۹ بجې د هغې ودانۍ د دهلېز مهرولاک مات کړ او ورننوتل چې د ډیجیټالي معلوماتو مرکز یې په دوهم پوړ کې دی.

د ټاکنو کمېسیون چارواکو وویل، دغه پولیس سرتېري چې د ودانۍ د ساتلو مسئولیت‌یې درلود، د سړې هوا له امله دهلېز ته ننوتي وو.

XS
SM
MD
LG