د امریکا د کانګرس هغه پلټنې چې ایا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدامات له اساسي قانون سره په تضاد کې دي او کېدای شي پراساس یې نوموړی استیضاح شي، روانه اونۍ پرسپینې ماڼې متمرکزې شوې دي.
په کانګرس کې ډیموکراتانو له یوې مودې راهیسې هڅې پیل کړي چې ولسمشر ټرمپ استیضاح کړي.
په دغه څیړنه کې چې د امریکا د کانګرس د استازیو جرګې د درېیو کمیټو له خوا پرمخ وړل کیږي، د ملي امنیت شورا درې پخواني او اوسني چارواکي چې ترټولو مهم پکې ټیم موریسن دی په نښه شوي.
ښاغلی موریسن د روسیې او اروپا په چارو کې د ولسمشرټرمپ جګپوړی سلاکار دی.
نوموړی به د سپینې ماڼۍ لومړنی برحاله چارواکی وي چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د تړلو دروازو ترشا په یوه استماعیه غونډه کې ګډون کوي.
د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو، استخباراتو او د څار کمېټې هڅه کوي دا معلومه کړي چې ایا ولسمشر ټرمپ له خپلې دندې او صلاحیتونو د ځان په ګټه او سیاسي اهدافو لپاره استفاده کړې که نه؟
موریسن به چې ګومان کیږي د اوکراین له ولسمشرسره د ټرمپ د ټیلفوني مکالمې په وخت حاضروو، لومړنی کس وي چې په دې استماعیه غونډه کې برخه اخلي او په دې اړه معلومات ورکوي.
ټرمپ له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زیلینسکي سره په دې ټیلفوني مکالمه کې له هغه غوښتي وو چې د پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن په اړه چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د هغه یو مهم احتمالي سیال ګڼل کیږي، څیړنه وکړي.
د راپورونو له مخې جو بایډن هغه مهال له دندې په اوکراین کې د خپل زوی لپاره د سوداګرۍ چارو لپاره ناوړه استفاده کړې وه.
امریکایي جګپوړي ډیپلومات ویلیام ټایلر چې اوس په اوکراین کې دنده ترسره کوي، د اکټوبر په ۲۲مه په استماعیه غونډه کې د موریسن نوم اخیستی و او ویلي یې و چې هغه د ټرمپ د خبرو شاهد و چې هڅه یې کړې وه د اوکراین پر ولسمشر فشار راوړي چې که یې غوښتنه پرځای نه کړي، نو پرکیف به شاوخوا ۴۰۰ ملیون ډالره مرسته بنده کړي.
په نورو چارواکو کې د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن مرستیال چارلس کوپرمن دی. د راپورونو له مخې کوپرمن له دې مخکې د کانګرس یوې کمیټې ته په څرګندونو کې د ټرمپ اقدامات ترپوښتنې لاندې راوستي و.
خو تراوسه دا نه ده څرګنده چې ایا کوم چارواکی یا ټول چارواکي به په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي، ځکه ټرمپ ژمنه کړې چې د دې پلټنې مخه به ونیسي.
خودې ته په پام سره چې د دغې پلټنې بهیر ګړندی شوی، داسي ښکاري چې کانګرس اوس غواړي په سپیني ماڼۍ کې د ننه پر چارواکو تمرکز وکړي.
د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو درې چارواکي هم روانه اونۍ استماعیه غونډې ته وربلل شوي دي.
تېره اونۍ د جمعې په ورځ د یوه سیمه ییز قاضي هغه پریکړه چې پر اساس یې د عدلیې وزارت باید د استازیو جرګې ته اجازه ورکړي چې په پنځو ورځو کې یوې محرمې غونډې ته ځانګړی مفتش رابرټ مولر چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د روسیې د لاس وهنې په اړه څیړنه کړې، استماعیه غونډې ته وروغواړي.
د دغې استماعیه غونډې نتیجه به د دغو انتخاباتو د کمپیان په جریان کې د ټرمپ د اقداماتو په اړه نورجزیات په ډاګه کړي او هغه به د استیضاح په اړه له روانې څیړنې سره مرسته وکړي.