د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۵

د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبډلې بنګله دېش ښځینه لوبډلې ته ماته ورکړه

د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبډلې بنګله دېش ښځینه لوبډلې ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه.

د بنګله دېش او پاکستان ښځینه لوبډلو ترمنخ د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ چې په لاهور کې د اکټوبر له ۲۰ مې ڼېټې پیل شوي، د سریز لومړۍ هغه یې پاکستانۍ لوبډلې په ۱۴ منډو وګټله.

په یاده لوبه کې د پاکستان ښځینه لوبډلې د پچې په ګټلو لومړی توپوهنه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابلې لوبډلې ته ۱۲۷ منډې هدف وټاکه.

د بنګله دېش لوبډلې له لوري جهانارا اسلم ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول، په ځواب کې یې بنګله دېشۍ لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۲ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۴ منډو پاکستان ته وبایلله.

د یادولو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به بله لوبه د همدې میاشتې په ۲۸ مه نېټه وشي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG