د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

"د جګړې ښکېلې غاړې دې تر سولې وروسته له نشه يي موادو سره مبارزه وکړي"


ارشیف
ارشیف

د امريکا متحده ايالتونه او اروپايي ټولنه په افغانستان کې د جګړې له دواړو خواوو څخه غواړي چې تر سولې وروسته له نشه يي موادو سره په کلکه مبارزه وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې استازو د اکتوبر په ۲۲مه نېټه په بروکسل کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه غونډه وکړه.

د غونډې په پای کې یې یوه اعلامیه خپره کړه، د دې اعلاميې په یوه ماده کې د نشه يی موادو د کښت، تولید او قاچاق پر مخنیوي باندې ټینګار شوی او په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه شوې چې د سولې تر تړون وروسته دې له نشه يي موادو سره مبارزه وکړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان دولت د نړيوالې ټولنې په مرسته له اتلسو کالو راهيسې د نشه يي موادو پر ضد مبارزه کړې ده، خو دی طالبان تورنوې چې د نشه يي موادو د قاچاق مشري کوي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ده وویل: "موږ له نشه يي موادو سره مبارزه کړې او نشه يي مواد مو افغانستان ته یو ستر ګواښ بللی دی، په تېرو اتلسو کالو کې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د نشه يي موادو مبارزه کې ګډې هڅې کړې دي، موږ هیله لرو چې دا مبارزه به ښه نتیجه ولري، خو له بده مرغه چې د افغانستان جنوبي او جنوب لوېدیځې سيمې چې هلته د نشه يي موادو کښت او توليد ډېر دی، د طالبانو په واک کي دي، طالبان په افغانستان کې د نشه يي موادو د قاچاقو مشري کوي."

که څه هم تر دې وړاندې طالبانو د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس لرل رد کړي وو، خو افغان دولت د امریکا له متحده ایالتونو څخه غوښتنه کوي چې له طالبانو سره د سولې پر مهال دې له دې ډلې څخه وغواړي چې د نشه يي موادو په برخه کې خپل دريځ روښانه کړي.

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار په تازه راپور کې راغلي، که له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته جنګیالیو ته د کار زمینه برابره نه شي، نو دا جنګیالي به د نشه يي موادو له قاچاق کوونکو سره یوځای شي.

د فراه ولایت پخوانی والي او سیاسي څېړونکی محمد عمر شیرزاد له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې نړیواله ټولنه په بېغورۍ تورنوي.

دی د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د دې ستونزو پر وړاندې دې له افغان دولت سره مرسته وکړي.

ده وویل: "د نشه يي موادو له کښت او قاچاق سره د مبارزې په برخه کې نړیوالې ټولنې ته سپارل شوی مسؤلیت هغوی په سمه توګه نه دی ادا کړی، له افغان حکومت سره یې هم داسې موثرې او ګټورې مرستې نه دي کړي چې د نشه يي موادو د کښت او قاچاق مخه دې ونیسي، که نړیواله ټولنه د نشه يي موادو پر خلاف اقدام وکړي، نو په افغانستان کې به د نشه يي موادو په کښت او تولید کې د پام وړ کموالی راشي."

د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه په داسې حال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې غږ پورته کوي چې په دې وروستیو کې امریکايي سناتورانو خبر ورکړی چې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره ځانګړي شوي (۱۲۹) میلیونه ډالر د امریکا او مکسیکو ترمنځ پر دېوال باندې لګېدلي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG