د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۷

افغان حکومت اندېښنه ښيي چې داعش ډله په یوه خطر د بدلېدو په حال کې ده

ارشیف
ارشیف

افغان حکومت اندېښنه ښيي چې داعش ډله په یوه خطر د بدلېدو په حال کې ده.

که څه هم وړاندې د افغانستان حکومت په ځلونو ویلي چې داعش ډله یو لوی خطر نه دی، خو ښکاري چې دې ډلې وروستیو کې له نورو هېوادونو د وسله‌والو د جلب او جذب لپاره ځان ته لار پرانیستې ده.

تازه د مالدیف پولیسو ویلي، د داعش خراسان ډلې د جلب او جذب هغه مسؤل یې نیولی چې خلک به یې د جګړې لپاره افغانستان او سوریې ته استول.

د فرانسې خبرې اژانس لیکي، دغه کس محمد امین نومېږي او ۳۵ کلن دی.

امریکا محمد امین د داعش د جلب او جذب مسؤل بللی او د نړیوال ترهګر په توګه په پېژندلو سربېره یې ویلي، هغه په پاکستان او افغانستان کې فعال و.

اوس د افغانستان حکومت وايي، داعش ډله د سټراټېژیک مشکل په توګه د مطرح کېدو په حال کې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل، داعش بهرنۍ سرچینه لري او هغه وسله‌وال یې چې د افغانستان دننه جګړه کوي، بهرنیان دي.

دی وایي: "وېره شته چې داعش ډله په افغانستان کې په یوه ستراتیژیک مشکل بدله شي، خو د اوس لپاره یوه تکتیکي ستونزه ده، موږ یې پر ضد جدي ګامونه اخیستي او دا ډله مو ځپلې ده، له بهرنیانو سره د دوی د اړیکو په اړه اندېښنې شته."

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل

د ملي امنیت شورا وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، له دوه نیم زرو تر ۷ زرو داعش وسله‌وال په افغانستان کې جګړه کوي، خو دوی یې پر ضد سخت عملیات کړي او لا دوام لري.

د ننګرهار ولایت چارواکو پرون رسنیو ته وویل، ۷۲ داعش وسله‌وال ورته تسلیم شوي چې په ډله کې یې شپږ تنه د اردُن او دوه تنه د پاکستان اوسېدونکي دي.

د دوی په ډله کې تسلیم شوي مالک زید چې د اردُن اوسېدونکی دی، رسنیو ته وویل چې له خپلو درې نورو ملګرو او ښځو سره په قاچاقي ډول له ترکيې او ایرانه د افغانستان جګړې لپاره راوستل شوي دي.

یو شمېر شنونکي وايي، معلومات ښيي چې افغانستان ته د داعش په ډله کې د بهرنیو وسله‌والو جلب او جذب زیات شوی دی.

متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا کره ده چې په افغانستان کې د داعش ډله له خپلې مرکزې کړۍ سره اړیکه لري.

دی زیاتوي: "داعش وسله‌وال په هر ځای کې فعالیت لري او شمېر یې هم زیات دی، که څوک وايي چې شمېر یې کم دی، دا خبره سمه نه ده، که یې همدا اوس پر ضد په ټول افغانستان کې عملیات ونه شي، فکر کوم ستونزه به نوره هم زیاته کړي."

متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل
متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل

له دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندېښنې ښودلي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د پنجشنبې په ورځ وویل، دوی به اجازه ور نه کړي چې داعش ډله په افغانستان کې خپل اعلان کړی خلافت جوړ کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، نړیواله ټولنه به اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شي.

راپور: امید زهیرمل

This item is part of
XS
SM
MD
LG