د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۰

د فوټسال افغان ملي لوبډله نن له نیپال سره مسابقه لري

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د اکټوبر په ۲۵مه له نیپال سره مسابقه لري.

د افغانستان د فوټسال د فدراسیون پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي چې دا سیالي به د ایران په اورومیه ښار کې وي.

د افغانستان او نیپال د فوټسال د ملي لوبډلو سیالي به د کابل په وخت د ماسپښين په ۲ بجو پیل شي.

د افغانستان لوبډله د اسیايي هېوادونو د فوټسال د اتلولۍ د جام لپاره په سیالیو کې د ګډون لپاره ایران ته تللې ده.

افغانستان تر اوسه د تاجکستان او ازبکستان له لوبډلو ماته خوړلې ده.

فوټسال د فوټبال یو ډول دی چې په سرپټي لوبغالي کې پر کلک میدان کېږي.

د فوټسال میدان هم د فوټبال تر میدان کوچنی وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG