پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان وايي، د افغان سولې په اړه په چین کې د ناستې لپاره د ۲۵ افغانانو لېست چې پنځه پهکې دولتي کسان دي، چمتو شوی دی.
پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان ازادي راډیو ته وویل، د پيکېنګ ناستې لپاره د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د سیاسیونو د شل کسیز پلاوي نوملړ چمتو شوی دی.
ښاغلی اسماعیل خان وايي، په دې شل کسیز پلاوي کې پنځه تنه د حکومت کسان دي، خو په دې دلیل چې ولسمشر په یوه بهرني سفر دی، دغه کسان تأیيد شوي نه دي.
ده وویل: "تر اوسه مهالوېش نه دی وروستی شوی، پنځه نفره دولتي د دې لپاره چې ولسمشر په یو سفر دی، نه دي تأیید شوي، پنځه نفره د حکومت له خوا، شل نفره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ سیاسیون او پنځلس کسان د طالبانو له خوا دي، تر اوسه ویل کېږي چې همدغه کسان دي."
د افغان حکومت ویاندویانو د دې نوملړ په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
خو له دې وړاندې یوې دولتي سرچينې ازادي راډیو ته ویلي وو چې په دې ناسته کې افغان حکومت ګډون نه کوي.
پخوانی جهادي قوماندان اسماعیل خان چې په دې لېست کې يې نوم شته، وايي چې عطا محمد نور، رنګین دادفر سپنتا، یونس قانوني او یو شمېر نورې سیاسي څېرې په دې لېست کې شاملې دي.
ټاکل شوې چې د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې د پیکېنګ ناسته جوړه شي، طالبانو هم ویلي چې په دې ناسته کې ورته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تأیید کړې چې په دې ناسته کې ګډون کوي.
هغه په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې د پیکېنګ ناسته د مسکو او دوحې د ناستو په دوام ده چې ټول ګډون کوونکي یې له خپل شخصي ادرسه ګډون په کې کوي.
د مسکو او دوحې په ناستو کې هم افغان حکومت ګډون نه و کړی.
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په دې اړه لاهم خبرې روانې دي.
د دې وزارت ویانده ناجیه انوري وایي: "د لېست د جوړېدو په اړه او یا دا چې په دې ناسته کې ګډون وشي او که نه، خبرې روانې دي، که حکومت پرېکړه وکړه چې په دې ناسته کې ګډون وکړي نو وروسته به له تاسو سره معلومات شریک کړو."
اغلې انوري ټینګار کوي چې د افغان سولې په اړه ټولې اړوندې ناستې باید د افغان حکومت په رهبرۍ ترسره شي، هغه څه چې د دې په وینا تر اوسه نه دي مشخص شوي.