د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له ازبکستان سره لوبېږي

د ښاغلي شاداب په خبره، د افغانستان د فوټسال ملي ټيم په دې ډله کې پر ازبکستان سربېره، نیپال او تاجکستان سره هم لوبې لري.
د ښاغلي شاداب په خبره، د افغانستان د فوټسال ملي ټيم په دې ډله کې پر ازبکستان سربېره، نیپال او تاجکستان سره هم لوبې لري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي مسوول شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبې د فوټسال نړیوال جام مقدماتي سیالیو په چوکاټ کې د اسیايي ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې په هدف ترسره کېږي.

هغه وویل، د افغانستان او ازبکستان لوبه د ایران په ارومیه ښار کې ترسر کېږي.

د ښاغلي شاداب په خبره، د افغانستان د فوټسال ملي ټيم په دې ډله کې پر ازبکستان سربېره، نیپال او تاجکستان سره هم لوبې لري.

د دې لوبو په پای کې له هرې ډلې څخه دوه ټیمونه د اسیا فوټسال اتلولیو ته لاره مومي چې ټاکل شوې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ترکمنستان کې وشي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG